تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هند حکومت د ټوخي شربت لپاره له صادرولو مخکې معاینه لازمي کړه
- Author, چیریلان مولان
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
هند حکومت د ټوخي شربت چمتو کوونکو شرکتونو ته ویلي، له صادرولو مخکې باید د خپل تولید بېلګې د معایناتو لپاره ټاکل شویو لابراتوارونو ته ورکړي.
د جون له لومړۍ نېټې وروسته به د ټولو درمل چمتو کوونکو شرکتونو لپاره اړینه وي، چې له یوه داسې لابراتواره د تائید سند واخلي، چې حکومت منلی وي.
د هند حکومت دا نوي مقررات له هغه وروسته پلي کېږي، چې په ازبکستان او ګمبیا کې د ټوخي هندي درملو له کبله د یو شمېر کسانو مړینې رپوټونه خپاره شول.
د دې ناندریزې موضوع له کبله د هند درملو پر صنعت منفي اغېز وشو، چې د ټولې نړۍ درېیمه برخه درمل چمتو کوي.
تازه اعلان د هند بهرنۍ سوداګرۍ مدیریت له لوري شوی، چې په یوه اعلان کې وايي، د ټوخي شربت ته به د معایناتو له بېلګې ورکولو وروسته د صادرولو اجازه ورکول کېږي.
په دې اعلان کې د هغو یو شمېر لابراتوارونو نومونه هم یاد شوي، چې په مرکز او صوبو کې فعال دي او له حکومت سره ثبت او راجستر دي.
د رویټرز په یوه رپوټ کې تېره اونۍ ویل شوي و، چې هندي چارواکي په هېواد کې دننه د چمتو شوي ټوخي شربت سره په بهر کې د مړینو تړاو له رپوټونو وروسته په پالیسۍ کې پر بدلون غور کوي.
د یادونې ده چې یو شمېر ماهرینو د هندي شرکتونو د درملو د معیار په تړاو پوښتنې راپورته کړې دي.
له دې مخکې په مارچ میاشت کې هند حکومت د ماریون بایوټیک په نامه د هغه درمل چمتو کوونکي شرکت جواز لغو کړ، چې د ټوخي شربت په هکله یې ویل کېدل، ازبکستان کې یې له کبله ۱۸ ماشومان مړه شوي دي.
په اکتوبر میاشت کې بیا د روغتیا نړیوال سازمان هم د افریقا په ګمبیا کې د څلورو ماشومانو د مړینې په تړاو د هندي ټوخي شربتو په هکله یو خبرداری خپور کړ.
هند حکومت وروسته ویلي و، چې په هېواد کې دننه معایناتو وښووله چې درمل له ټاکلي معیار سره سم چمتو شوي وو، خو د روغتیا نړیوال سازمان په غبرګون کې پر خپله خبره د درېدو یادونه وکړه.