د مرستو ترلاسه کولو کې سلګونه فلسطینیان وژل شوي خو د مرستې بنسټ د خپلې کاربڼې دفاع کوي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

فلسطینیانو ته د مرستې رسولو له امریکايي‌ او اسرائیلي ملاتړه برخمنې ډلې مشر د سلګونو کسانو له مړینې سره سره د خپل کاربڼې دفاع وکړه.‌

د غزې د بشري مرستو بنسټ جي اچ اېف مشر جاني مور له بي بي سي سره په خبرو کې منلې چې تلفات پېښ شوي دي خو هغه رپوټونه ردوي‌ چې وايي سل سلنه فلسطینیان چې د مرستې ترلاسه کولو په بهیر کې مړه شوي د دوی د مرستې رسولو ځایونو ته نژدې ول.‌

هغه ملګري ملتونه او نورې نړیوالې موسسې تورنې کړې چې نا تایید شوي خبرونه خپروي.‌

د دغې موسسې د مرستې رسولو کاربڼه د ملګرو ملتونو موسسو غندلې ده. د جمعې پر ورځ د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش دا بهیر "بېخي ناخوندي" وباله.‌

د ملګرو ملتونو مشر وویل " هره هغه کړنلاره چې اړمن ملکیان پوځي سیمو ته ورتګ ته ورکاږي له سره ناامنه ده. د خوراکي توکو لټون باید هېڅکله د مرګ په بیه تمام نه شي."

د حماس تر مشرۍ لاندې د غزې روغتیا وزارت وايي له کله راهیسې چې د غزې د بشري مرستو بنسټ په کار پیل کړی تر ۵۰۰ ډېر خلک مړه او تر ۴۰۰۰ ډېر خلک هغه مهال ټپیان شوي چې د مرستو په ترلاسه کولو ورمات ول.

یوازې څو ورځې وروسته له هغه چې د مۍ میاشت په پای کې دغې موسسې په کار پیل وکړ لسګونه فلسطینیان د جون پر لومړۍ او دریېمې نېټې په بېلابېلو پېښو کې ووژل شول چې نړیوالې غندنې یې راوټوکولې.

د مرستو ترلاسه کولو مرکزونه د اسرائیلو په پوځي زون کې دننه دي.

عیني شاهدانو او روغتیايي کارکوونکو څو څو ځلې د داسې صحنو کیسې کړې دي چې د مرستې ترلاسه کولو مرکزونو ته نژدې اسراییلي ځواکونو پر خلکو ډزې کړې دي.‌

د جمعې په ورځ اسرائیلۍ هارېتز ورځپاڼې د یوه اسرائیلي پوځي له قوله چې نوم یې نه دی خپور شوی لیکلي چې دوی ته امر شوی چې د خلکو د خپرولو لپاره د مرستو وېش مرکزونو ته نژدې پر بې وسلې ملکیانو ډزې وکړي.‌

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو دا رپوت په کلکه رد کړی او تور یې بللی دی.

اسرائیل د بي بي‌سي په ګډون نړیوالې خبري رسنۍ نه پرېږدي چې غزې ته خبریالان واستوي، دا په اصلي وضعیت پوهېدل او د خبرونو د تاییدولو کار ډېر ستونزمنوي.

وروسته له دې چې حماس د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۷مه پر اسرائیلو برید وکړ او په کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۱ نور یرغمل شول، اسراییلي پوځ په ځواب کې پوځي کمپاین پیل کړی.

د حماس تر کنټرول لاندې د روغتیا وزارت په وینا، له هغه وخت راهیسې په غزه کې له ۵۶۰۰۰ څخه ډیر خلک وژل شوي دي.