په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي له ښځو سره یې د زور زیاتي زرګونو پېښو مخه نیولې

طالبان

د عکس سرچینه، GMICafg

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

په افغانستان کې د طالبانو په حکومت کې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت وايي، د خپل مشر مولوي هبت الله اخوندزاده د فرمان پر بنسټ یې په ۳۳۸ مواردو کې په بدو کې د ښځو ورکولو او ۲۹۵ مواردو کې د ښځو د پلورلو مخه نیولې ده.

دغه وزارت همدا راز ویلي، چې له ښځو سره یې د تاوتریخوالي د ۲۶۳۸ پېښو مخه نیولې او په ۷۸۹ مواردو کې د میراث له حقه بې برخې ښځې له میراثونو برخمنې شوې دي.

د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت چارواکو دغه مالومات نن (سې‌شنبه د اګست ۲۰مه) د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د "امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو" د تشریح په نامه پروګرام کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال شریک کړل.

دا شمېرې په افغانستان کې له ښځو او نجونو سره، چې د طالبانو حکومت لخوا له شپږم ټولګي پورته له زدکړو او کار راګرځولې شوې، د پراخ کورني او ټولنیز تاوتریخوالی حال وايي.

د طالبانو له واکمنېدو سره په افغانستان کې پر ښځو د ګڼو محدودیتونو پر لګېدو سربېره د دوی د حقونو هغه مدافع بنسټونه هم نږدې په بشپړ ډول لمنځه تللي، چې د جمهوریت پر مهال فعال وو.

په دې ادارو کې د ښځو چارو وزارت هم و چې طالبانو یې پر ځای همدغه د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت رامنځته کړی دی.

د طالبانو مشر په ۲۰۲۱ کال کې واک ته دوی له رسېدو څو میاشتې وروسته د ښځو د ځینو حقونو د تامین لپاره یو شپږ ماده‌ييز فرمان صادر کړ، چې تر ډېره په کې د ښځو د واده او میراث پر حقونو تمرکز شوی او ځینې ټولنیز دودونه په کې غندل شوي دي.

"۱۳ زرو" نه ډېرو کسانو ته تعزیري سزګانې

په افغانستان کې د طالبانو حکومت یاد وزارت په خپل کلني رپوټ کې همدا راز ویلي چې تر ۱۳ زرو ډېرو کسانو ته یې د بېلابېلو جرمونو له کبله تعزیري سزا ورکړې ده.

په رپوټ کې راغلي، "په مرکز او ولایتونو کې ۱۳۳۹۱ د منکراتو مرتکبينو د اصلاح په موخه ۷۲۰۴ تنو ته ۲۴ ساعته او ۴۷۳۷ تنو ته د ۷۲ ساعتونو د بند تعزیري سزا ورکول شوې ده."

او همدا راز "۱۴۵۰ تنه په رسمي ډول عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل شوي دي."

طالبان

د عکس سرچینه، GMICafghanistan

د یادونې ده چې په افغانستان کې د میراث له حقه د ښځو پر بې برخې کېدو سربېره په ځینو سیمو کې لا هم نجونې له خپل رضایت پرته په جبري ډول ودېږي او همدا راز په بدو کې د ښځو د ورکړې دود پالل کېږي.

د نړیوالې ټولنې لخوا د طالبانو پر حکومت د بندیزونو لګیدو او پر رسمیت د نه پېژندل کېدو یو ستر لامل هم دا ګڼل کېږي، چې نجونې یې له ثانوي او لوړو زدکړو راګرځولې، ښځو ته د کار اجازه نه ورکوي او د دوی ځینې نور بنسټیزو حقونه یې محدود کړي دي.

خو طالب چارواکي وايي، چې د "شریعت په چوکاټ" کې د ښځو د حقونو ورکړې ته ژمن دي.

د طالبانو حکومت کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت چارواکو په دې خبري غونډه کې د تقنیني او اصولي اسنادو د مسودې ترتیب، په ملکي او نظامي ارګانونو او عامه ځایونو کې د "معروفاتو اقامه او د منکراتو منعه کول"، د شکایتونو ثبتولو لپاره د ۱۹۱ شمېرې فعالول، خپلو محتسبانو ته د ظرفیت لوړونې د پروګرامونو جوړول او د احکامو او فرمانونو د پلیتوب څارنه، په تېر یوه کال کې د دغه وزارت مهم فعالیتونه وبلل.

د موسیقۍ د ۲۱ زره الاتو لمنځه وړل

کابل

د عکس سرچینه، Bakhtar

د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت چارواکي وايي، چې په تېر یوه کال کې یې د موسیقۍ ۲۱۳۲۸ الې له منځه وړې، ۴۴۸ تعویذګران او ۵۲۸ کوډګران تر نیولو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

د طالبانو حکومت موسیقي د "اخلاقي فساد" عامل او حرامه ګڼي.

د دوی د کسانو لخوا په ځینو سیمو کې له محلي هنرمندانو سره د ناوړه چلن او د هغوی د موسیقۍ الاتو د ماتولو او سوځولو ویډیوګانې هم خپرې شوې، چې پر خواله رسنیو یې غبرګونونه راپورته کړي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت چارواکي وايي، په دې موده کې "د غږیزو، انځوریزو او چاپي رسنیو ۹۰ سلنه، نشرات اصلاح شوي".

دوی زیاتوي چې د دغه وزارت ستراتېژیک پلان وروستی شوی او "د ۱۱ امارتي [د طالبانو حکومت] ادارو په پالېسیو او ستراتېژیکو پلانونو کې له شرعي احکامو سره سمې اړینې سپارښتنې هم درج شوي دي".

دغه چارواکي وايي، په تېر یوه کال په ټوله کې په ۲۷۵۱۸ دولتي او غیر دولتي ادارو، ۴۱۹۳۶۹ جوماتونو، ۹۶۳۵۵ ښوونیزو، تحصیلي او روغتیایي مرکزونو، ۶۸۹۷۹ هوټلونو، ۳۹۲۱۸ حمامونو او سلمانیو، ۱۵۵۷۵ سپورټي کلبونو او ۵۰۰ د خیاطۍ دکانونو او نورو عامه ځایونو کې "د معروفاتو د اقامې او منکراتو د ازالې په موخه" اړین اقدامات تر سره شوي دي.