'د زده کړو کمساری فرصت': د غزې محصلان بریتانیا ته د تګ په تمه دي

د عکس سرچینه، Handout
په بریتانیا کې زرګونو زده کوونکو پوهنتونو کې د شاملېدو بریاوې نمانځلې، محمود د مرکزي غزې په یوه پناهځای کې هغه مهال پوهنتون کې د منل کېدو زیری واورېده چې د خوب وخت یې و، د دې زده کړو لپاره یې کلونه انتظار کړی و.
۲۷ کلن محمود په غزه کې ډاکټر دی. هغه د لندن د اقتصاد ښونځي (لندن سکول اف ایکانومي) کې د نړیوالې روغتیايي تګلارې په برخه کې د ماسټرۍ زدهکړو خورا معتبر بورس ترلاسه کړی.
څو ساعته وړاندې یې د شپنۍ نوکرۍ پرمهال د جګړې د ټپیانو درملنه وکړه او د خوب لپاره پناهځای ته ستون شوی و. اوس د ازموینې پایله هم بریالۍ ده خو ده ته دا مهمه ده چې څنګه غزه پرېږدي او د زده کړو لپاره بریتانیا ته لاړ شي.
"زه ډېر احساساتي شوم او د بورس تر لاسه کولو له امله بیخي زیات خوشحال شوم." محمود بيبيسي ته وایي." دغه خبر ما ته داسې انرژي راکړه چې نور هم کار ته دوام ورکړم. خو د نامعلوم راتلونکي له امله یې په اړه نه غږېدم."
محمود د هغو نهو محصلانو له ډلې دی چې روانه اونۍ یې په برېتانیا کې د زده کړو ایمېلونه ترلاسه کړي دي. اوس دوی ته ویل شوي چې د دوی د سفر شونې کولو هڅې روانې دي. خو که له غزې ووځي، دوی به د جګړې له پیله لومړني زدهکوونکي شي چې بریتانیا ته د زده کړو لپاره ځي.
دا پرمختګ د هغو میاشتو د کمپاینونو پایله ده چې سیاستوالو، استادانو او نورو د هغو شاوخوا ۸۰ فلسطیني زدهکوونکو لپاره وکړل چې سږکال د برېتانیا له پوهنتونونو د داخلېدو بلنې ورلېږل شوې دي. له دوی یې نږدې ۵۰ تنه داسې دي چې 'بشپړ مالي ملاتړ لرونکي بورسونه' لري.
محمود وایي: "که څه هم دا معلومه نه ده چې موږ به له غزې ووېستل شو خو دا یو مثبت ګام دی. زه یې هیلهمن کړی یم چې ښايي په راتلونکو اونیو کې و وتلی شم."
محمود د شمالي غزې اوسېدونکی دی. وایي له ماشومتوبه یې په بریتانیا کې د زدهکړو خوب لېده.
د جګړې له پیلېدو وروسته، نوموړي په الشفا روغتون کې په رضاکارنه ډول د پلاستیکي جراحۍ په څانګه کې کار کاوه او وروسته یې په بېلابېلو برخو کې د ټپيانو درملنه وکړه.
ښاغلی محمود هیله لري چې ماسټري به یې یوه ورځ د غزې نازک روغتیايي نظام د بیا رغونې لپاره مرسته وکړي.

د عکس سرچینه، Reuters
'بیا مې هیلې ژوندۍ شوې'
د محمود په خبره: "ژوند هېڅکله اسان نه و. په تېرو دوو کلونو کې مې داسې کړاوونه او دردونه لیدلي چې په اړه یې فکر کول ګران دي. زه په ډېرو سختو حالاتو د خلکو ترڅنګ ولاړ یم خو ورته مهال د خپل راتلونکي لپاره د هیلو ژوندۍ ساتلو هڅې هم کوم."
محمود له خپلې مېرمنې، مور او پلار او دریو خویندو سره یو ځای اوسیږي خو نه پوهېږي چې هغوی به هم ورسره د وتلو چانس ولري که نه.
هغه زیاتوي: "په ژوند کې رښتیا هم د زدهکړو لپاره یوه موکې وي خو ډېره به سخته وي چې خپله کورنۍ په داسې حال کې پرېږدم چې هره ورځ له بېځايه کېدو، لوږې، ګډوډۍ او ناامنۍ سره مخ وي."

د عکس سرچینه، HANDOUT
د محمد کیسه، "له تیارو وروسته د ژوند چانس"
د طب یو بل ډاکټر ۲۵ کلن محمد هم د "چېونینګ" بورس ګټونکی دی، وایي، هغه ورځ یې هېڅکله نه هېريږي چې د ګلاسګو پوهنتون د ماسټرۍ لپاره یې د بریالي کېدو لیک ترلاسه کړ.
نوموړي ته دغه پیغام په بریتانیا کې د ورور یوه ملګري ور ورساوه. ورور یې په منډه د هغه خیمې ته ورغی او ورته یې وویل ژر ځان ته د انټرنېټ ځای پیدا کړي او خپل ایمېلونه وګوري.
محمد وایي: "کله مې چې د 'مبارک دې وي' کلیمه ولیده، یو دم کنګل شوم. داسې احساس مې وکړ لکه د بمونو غږ او شاوخوا وېرې موقتي غلي شوي وي او په زړه کې مې یو ځل بیا هېلې ژوندۍ شوې."
خو ده ته هم د محمود په څېر د وتلو چانس د زړه د ټوټه کېدو په مانا دی.
هغه وایي: "دا داسې ده لکه له اوږدو تیارو وروسته ژوند ته د نوې رڼا راتګ. د پرمختګ یوه ښه موکې ده خو دغه خوښي له ډېره درده ډکه ده. کورنۍ مې لا دلته ده، ژوندۍ ده خو هره شېبه له مرګوني خطر سره مخ. د هغوی شاته پرېښودل به د ژوند تر ټولو سخته پرېکړه وي."
محمد به د ساري ناروغیو او د درملو پر وړاندې د مقاومت په برخه کې زدهکړې وکړي. ښاغلی محمد دغه موکې یوازې د ځان ژغورلو لپاره نه ګڼي، بلکې ځان مکلف بولي چې د زدهکړو ګټه هغو خلکو ته ورسوي چې دی یې شاته یې پرېږدي.
هغه زیاتوي: "دا موکې زما لپاره تېښته نه ده. دا یوه دنده ده، زده کړې او بیا پیاوړي راستنېدل، هغه څه چې په ګلاسګو کې زده کوم، یوازې د درسونو په تالارونو کې نه پاتې کېږي بلکې بېرته به یې خلکو ته راوړم ځکه دوی ورته اړتیا لري."
له ۲۰۲۳ کال له اکتوبره د حماس له برید وروسته اسرائیلو په غزه کې پوځي عملیات پیل کړل. د اسرائیلي چارواکو په وینا، په هغه برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۱ نور وتښتول شول.
د حماس تر ولکې لاندې د غزې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، له هغه وخت راهیسې په غزه کې تر ۶۲ زره او ۶۲۲ ډېر کسان وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو ملاتړ لرونکې یوې نړیوالې ادارې تېره جمعه په غزه ښار او شاوخوا سیمو کې قحطي تایید کړه خو د اسرائیلو حکومت دا راپور رد کړی دی.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه دا نه دي ویلي چې څومره زدهکوونکي به ملاتړ تر لاسه کړي او د دوی د وتلو مهالویش به کله اعلان شي. له همدې امله لسګونه نور بورس لرونکي محصلان له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

د عکس سرچینه، Handout
'اداري خنډ'
"داسې احساس کوم لکه دننه چې ورو، ورو مرګ تجربه کوم" اغلې منار چې د رفح سیمې د انګریزۍ ژبې ښوونکې ده، وايي، تر اوسه د جګړې له امله ۱۳ ځله یو او بل ځای بېځایه شوې ده.
دا ۳۶کلنه ښوونکې اوس له خپل مېړه او دریو کوچنیو لوڼو سره په یوه خیمه کې اوسیږي.
منار د 'کارا' بورس ګټونکې ده. د زدهکړو دا پروګرام د هغه کسانو لپاره دی چې د زندان، ټپي کېدو یا د مرګ له بېړني ګواښ سره مخ وي. هغې د ګلاسګو پوهنتون د پوهنې په برخه کې د دوکتورا (PhD) د زدهکړو چانس ترلاسه کړی.
هغې د خپلو بورسونو له غوښتنلیکونو یو هم د ویجاړې شوې څلور پوړېزې ودانۍ له چت واستاوه ځکه یوازې هلته د انټرنېټ لږ سیګنال پیدا کېده. منار وايي کله چې چت ته پورته شوه، د ګاونډي ودانۍ پر لور ډزې کېدلې او د مرمیو ټوټې یې نږدې غورځېدلې.
هغې وویل: "له څو ورځو مې خوب نه دی کړی. هره ورځ دا سوچ کوم چې کوم یو به مخکې راشي، د بریتانیا د حکومت پیغام او که توغندی. د دې بهیر له کبله خورا ناهیلي شوې یم ځکه داسې ښکاري، ځینې بورس لرونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي، حال دا چې موږ ټول باید په مساوي ډول و ارزول شو."
د ګلاسګو پوهنتون استادې الېسن فیپس چې د منار لارښوونکې او د کډوالو د ادغام په برخه کې د هنر او پوهنې له لارې ځانګړې څېړونکې ده، وايي د محمود د احتمالي وتلو د خبر اورېدو پر مهال "بیخي ډېره خوشاله شوې" خو باور لري چې د منار په څېر د نورو بورس ګټونکو هم باید ورته ملاتړ وشي.
هغې زیاته کړه: "دغو نهه محصلانو ډېر اوږد او ستونزمن مزل کړی دی. زه پوهېږم چې دوی سخت زحمت ایستلی خو باور لرم چې ټولو همداسې هڅې کړې دي. داسې ښکاري یو ډول اداري خنډ شته. که حکومت دا خنډ روښانه کړي او له منځه یې یوسي نو په شرایطو برابر زدهکوونکي له غزې د وتلو موکې موندلی شي."
د بریتانیا د حکومت یوه ویاند ویلي: حکومت "بېړنی کار کوي" څو د بورس لرونکو محصلانو د "خوندي وتلو او بریتانیا ته د سفر" زمینه برابره کړي.
ویل کېږي، حکومت د غزې د نورو محصلانو غوښتنلیکونه هم ارزوي چې د بریتانیا په پوهنتونونو کې د زدهکړې چانسونه لري خو تراوسه یې په اړه کومه پرېکړه نه ده اعلان شوې.
محمود چې د روغتون د شپنۍ نوکرۍ لپاره چمتو کېده، ټینګار سره وویل، که څه هم خپل راتلونکې یې هم نامعلوم دی خو د هغو محصلانو په اړه ډېر اندېښمن دی چې تر اوسه یې د بریتانیا ته د بېولو په اړه هېڅ خبرې نه دي شوې.


















