عبدالشکور ایزدي: لندن کې د کیمیاوي موادو بریدګر څوک دی؟

د عکس سرچینه، METROPOLITAN POLICE
د بریتانیا پولیس د هغه کس لټون کوي چې دوه شپې مخکې (چارشنبه) یې د لندن په سویل کې د یوې مېرمنې او د هغې د دوو لوڼو پر مخ سوځوونکي کیمیاوي مواد شیندلي دي.
پوليسو د دغه کس نوم عبدالشکور ایزدي ښودلی دی.
بي بي سي ته معلومه شوې چې هغه له افغانستانه له وتلو وروسته په ۲۰۱۶ کال کې په قاچاقي ډول بريتانيا ته راغلی دی.
پولیس وايي، په برید کې ټپې شوې ۳۱ کلنه مور او لور یې دواړه په روغتون کې بستر، ټپونه يې ژور او "ژوند بدلوونکي" دي.
په دې پېښه کې ۱۲ نور کسان هم ټپي شوي چې پنځه پکې د لومړي غبرګون پولیس او څلور عام خلک یې غوښتل چې د پېښې مخنیوي کې مرسته وکړي.
د پېښې ځای کې د امنیتيکمرو په وسیله اخیستل شویو تصویرنو کې ښکاري چې ۳۵ کلن عبدالشکور ایزدي له برید وروسته هڅه کوي چې په یوه موټر کې وتښتي، خو موټر ترې له بل ولاړ موټر ټکر کېږي او بیا پلی منډې وهي.
پولیس وايي، چې هغه وروستی ځل چارشنبې ناوخته د لندن په شمال کې کتل شوی دی.
امنیتي چارواکو له خلکو غوښتي چې که نوموړی ګوري نو د ورنږدې کېدو هڅه دې نه کوي، بلکې په ۹۹۹ شمېره دې دوی ته زنګ ووهي.
پولیسو د هغه یو عکس خپور کړی چې مخ یې پکې ټپي ښکاره کېږي.
ویل شوي چې دا عکس چارشنبه نږدې ۹ بجې د لندن د شمال پر کالېدونین روډ د ټېسکو یوه مغازه کې د امنیتي کمرو لخوا اخیستل شوی.
دا ځای له کلفام چې پېښه پکې شوې نږدې ۹ کیلومتره واټن لري.
مشکوک بریدګر څوک دی؟

د عکس سرچینه، METROPOLITAN POLICE
بيبيسي ته مالومه شوې چې عبدالشکور ایزدي له افغانستانه له وتلو وروسته په ۲۰۱۶ کال کې په یوه لارۍ موټر کې بریتانیا ته ننوتی دی.
هغه په ۲۰۱۸ کال کې د جنسي ځورونې یوه قضیه کې محکوم شوی، خو وروسته یې بیا هم د پناه اخستو غوښتنه منل شوې ده.
د نیوکاسل محکمې لخوا هغه ته د جنسي ځورونې قضیه کې د اورول شوي تعلیقي حبس په سزا کې له معاش او حقوقو پرته د کار حکم شامل و.
نوموړی په ۲۰۲۰ کال د دې سزا له بشپړولو وروسته د پولیسو له څارنې ازاد شوی دی.
د هغه د پناه غوښتنې عریضه دوه ځله رد شوې، او په دویم ځل یې ویلي و چې مسیحیت ته اوښتی، په دې معنی چې که بېرته افغانستان ته واستول شي، له خطر سره مخامخېدای شي.
د دریمې هڅې پر مهال یوه کشیش په یوه لیک کې تایید کړه چې هغه ګروهه بدله کړې، او په دې توګه یې د پناه غوښتنه منل شوې ده.
د بریتانیا کورنیو چارو وزارت کې ځینو کسانو دا پېښه د پناه غوښتنې اړوند د بیاکتنې محکمو د سیستم یوه ناهیلې کوونکي بېلګه بللې، چې ځینو افرادو ته یې د محکومیت له مخینې سره سره په بریتانیا کې پناه ورکړې.
د بریتانیا اوسني قوانین وايي، که څوک له دوو کلونو په ډېر زندان محکوم شي، د پناه غوښتنې وړ نه ګڼل کېږي.
په ۲۰۲۲ کال کې دا موده یوه کال ته راټیټه شوه.
خو هغه کسان چې د پناه غوښتونکو د حقونو لپاره کار کوي وايي که ځینې په بریتانیا کې د محکومیت مخینه هم ولري، ښايي په خپل هېواد کې له خطر سره مخامخ وي، نو ځکه سم او رښتینی پناه غوښتونکي دي.
پولیس په دې باور دي چې بریدګر ښايي دا مور او د هغې ماشومانو پېژاندل، خو وايي تر اوسه یې تړاو سم نه دی روښانه شوی.
د پولیسو ویاند سوپت ګابریل کامرون یوې خبري غونډې ته ویلي، دی نه پوهېږي چې د ایزدي د برید انګیزه څه وه، خو "باورمن دی" چې نوموړی به نیول کېږي.
د متروپولیتن (لندن پولیسو) رئیس سر مارک رولي د بيبيسي راډیو ته ویلي، چې په دغه برید کې د ټپې شوې مور او لوڼو ځینې ټپونه ډېر ژور دي.
مخکې یوه عیني شاهد ویلي و، کله چې ده مرستې ور ودانګل، نو دې مور سورې وهلې چې "نشم لیدای، نشم لیدای."
پولیسو ویلي که څوک د دې پېښې په تړاو څه مالومات لري، نو ۱۰۱ شمېرې ته دې زنګ ووهي، او د CAD 7790/31Jan فرېنس دې وکړي.
پولیسو له ځايي اوسېدونکي او موټر چلوونکو هم غوښتي چې د خپلو موټرونو او کورونو امنیتي کمرې وګوري، چې که د تښتېدلي کس نورې ویډیوګانې پکې ثبت شوې وي.





















