د لندن شمال کې پر یوه ښځه د برید له کبله یوه افغان کډوال ته د زندان سزا ورکړل شوې

ستانکزی

د عکس سرچینه، MET

د عکس تشریح، د کور کامرې ددغه سړي د برید صحنه ثبت کړې ده
د خپرېدو وخت

د لندن شمال کې یو افغان پر یوه ښځه د برید له کبله په درو کلونو او یوه میاشت زندان محکوم شوی دی.

د لندن پولیسو د دې سړي نوم ګل ولي ستانکزی یاد کړی دی. د کور کامرې پر ځوانې ښځې د دې سړي د برید شېبه ثبت کړې ده.

د لندن شمال کې د پولیسو یوه مشره جیکوب ایرز ویلي: "ستانکزي په وحشیانه توګه پر یوې یوازې ښځې په کوڅه کې له کوم دلیل پرته برید کړی.‌ دا برید زړه بوږنوونکي تاوتریخوالی دی".

له نېکه مرغه یوه سړي د کور ور پرانیستی او قرباني شوې ښځه یې کور ته بېولې ده،‌ خو ستانکزی بیا وروسته د دوی پر کور هم برید کړی.‌

وروسته تر هغه چې تورن بریدګر له صحنې تښتېدلی او تری تم شوی، د لندن پولیسو د بریدګر نیول پخپل "لومړیتوب" کې راوستي دي.

یاده ښځه چې د شاوخوا ۲۰ کلونو ښکاري، پر سړک روانه وه او پخپل ټیلیفون کې غږېدله، سړی په بايسکل سپور و او هغه یې څارله او ښځه یې د تېښتې پرمهال تر کوره څارلې ده.

د عیني شاهدانو او وېډیوګانو په مټ دا سړی د مارچ پر لومړۍ نېټه نیول شوی. د لندن پولیسو ویلي، ددې برید انګیزه "ناڅرګنده" ده.‌

په لندن کې محکمې د فبرورۍ پر ۲۶مه یادې دوسیې ته د رسېدنې لپاره محاکمه جوړه کړې ده.‌

د یاد کور کامرې په انځورونو کې ښکاري چې د دغه کور زنګ يې وهلی او سړي په سوک وهلې ده.

له نېکه مرغه کور کې ښځې ته پنا ورکړل شوې.

کله چې د ښځې یو خپلوان سیمې ته رسېدلی، بریدګر پر هغه هم برید کړی او بیا تښتېدلی.

یاده ښځه او د کورنۍ یو نارینه غړی یې چې ټپیان وو، روغتون ته وړل شوي.

پولیس وايي، د کور د څښتن موټر او کور ته د "زرګونو پونډو" تاوان اوښتی.‌

ښاغلي ستانکزي د برید د انګیزې په اړه محکمه کې څه ونه ویل، خو پرې لګول شوي تورونه یې ومنل.‌

د لندن هارو کې محکمې د پنجشنبې پر ورځ‌ (جولای ۶مه) ګل ولي ستانکزی په درو کلونو او یوې میاشتې بند محکوم کړ.‌