افغان کډوال زلمی څنګه بر یتانیا کې په ملي کچه د سوکوهنې اتل شو؟

    • Author, الکساندرا باسینګهام
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت
JOHN CONWAY

د عکس سرچینه، JOHN CONWAY

د عکس تشریح، جان کونوې ښي لور ته احسان کریمي په منځ کې او سائیمن پیریټ په اکتوبر میاشت کې د احسان اتلولي ګټلو پر مهال

یو افغان کډوال زلمی چې دوه کاله مخکې بریتانیا ته له تګ وروسته یې رونه پیل کړه، اوس په ملي کچه د اتلولۍ له ګټلو وروسته په دې لوبه کې خپل ښه راتلونکی ویني.

۱۸ کلن احسان کریمي د بریتانیا په بریسټول سیمه کې مېشت دی او د همدې سیمې په سویئټ بوکس نومې جیم کې یې جان کونوې روزنه کوي.

زلمی احسان کریمي له خپلې کورنۍ سره په ۲۰۲۱ کال کې له کابله بریتانیا ته کډوال شو او دې کورنۍ د بریسټول ریډکلف سیمه کې یاد جیم ته نژدې استوګنه غوره کړه.

د احسان کریمي روزونکی کونوې وايي: ''دا بې ساري ده، چې یو څوک له ایله دوه کلنې روزنې وروسته په ملي کچه اتلولي ومومي.''

ښاغلي کونوې د یوه ملګري له لارې د احسان پلار لیدلی و او دوی ته د سویئټ بوکس جیم غړیتوب وړاندیز کړی و، چې دی یې شریک څښتن دی.

احسان کریمي د روزنې پر مهال

د عکس سرچینه، SWEATBOX

د عکس تشریح، احسان کریمي د روزنې پر مهال

نوموړی زیاتوي کله چې احسان په ۱۶ کلنۍ کې د سوکوهنې زدکړه پیل کړه، ژر معلومه شوه، چې ژمنیتا لري.

احسان وايي، دوه کاله یې ډېر زیار وایست چې په سټافورډشئر کې د ملي پرمختیا په نامه د اتلولۍ له سیالۍ مخکې له نهو لوبو، اته وګټي. نوموړی وايي، ''ډېر خوښ'' دی، چې د ۶۷ کیلو ګټګورۍ برخه کې یې د ځوانانو ملي اتلولي خپله کړه.

احسان وايي، کورنۍ ډېر هڅولی او د بریا له کبله یې ډېر خوښ دي.

د عکس سرچینه، SWEATBOX

د عکس تشریح، احسان وايي، کورنۍ ډېر هڅولی او د بریا له کبله یې ډېر خوښ دي.

دی وايي: ''سخت زیار مې وایست، سخته روزنه مې ترلاسه کړه، له دې ټولو سختیو تېر شوم، چې نن اتلولۍ ته ورسېدم. کورنۍ مې او په ځانګړې توګه والدین مې ډېر خوښ و، چې ډېر یې هڅولی وم او زه (به) زیار وباسم چې خپلې کورنۍ ته نورې خوښۍ هم راوړم.''

احسان زیاته کړه: ''سویئټ بوکس مې دویم کور دی، زه به تل د دوی او په ځانګړې توګه د خپل روزونکي جان د احسان پوروړی یم، چې د روزنې برخه کې یې راسره ډېره مرسته وکړه.''

احسان

د عکس سرچینه، JOHN CONWAY

نوموړی وايي، له خپلو ملګرو سره به یې روزنه روانه وي، په راتلونکي کې نورې بریاوې هم ومومي.

دی وايي: ''هیله مې دا ده، چې یوه ورځ نړیوال اتل شم او د خپل هېواد لپاره یو اتل شم او نور اتلان وروزم.''