پاکستان؛ لومړی ځل د بانک بیې له مخې د یوه ډالر ارزښت له ۳۰۰ پاکستاني روپیو واوښت

    • Author, نور سعید
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د پاکستانۍ روپۍ په مقابل کې د امریکايي ډالر ارزښت د پنجشنبې پر ورځ هم یو څه زیات شو او په تاریخ کې لومړی ځل د بانکي بیې له مخې د یوه ډالر مقابل کې درې سوه پاکستانۍ روپۍ تبادله شوې.

پر پنجشنبه د ډالر انټربانک ارزښت ۵۸ پیسې زیات شو.

خبریال تنویر ملک په خپل رپوټ کې وايي، پر همدې ورځ د پاکستان اسعارو بازار تړل کېدو تر مهال د یوه ډالر بیه درې سوه روپیو او ۲۲ پیسو ته ورسېده. په ازاد بازار کې بیا د ډالر ارزښت یوه روپۍ زیات شو او د کاروبار تړل کېدو پر مهال یو ډالر د ۳۱۶ پاکستاني روپیو په بدل کې تبادله کېده.

د پاکستان اسعارو بازار صرافان وايي، یوه لور ته د وارداتو پور پرې کولو لپاره د ډالرو ورکړې د دې کرنسي ارزښت زیات کړی او بل لور ته خلک د روپیو په بدل کې ځکه ډالر پېري چې هدف یې د پانګې خوندي کول دي.

د اقتصادي چارو ماهرین وايي، فکر کېږي چې د ډالرو ارزښت به نور هم زیات شي او له همدې کبله خلک پکې پانګونه کوي.

د پاکستان دولتي بانک د نرخ له مخې پرون چهارشنبه د ورځې په پای کې یو ډالر په ۲۹۹ اعشاریه ۷۵ پیسې بدلیده. دا تر دې دمه دا د ډالرو تر ټولو لوړ نرخ دی چې د پاکستاني روپیو پر وړاندې یې ډالر خپلوي.

پاکستانۍ روپۍ یوازې د ډالرو نه، بلکې د نورو بهرنیو اسعارو پر وړاندې هم خپل ارزښت په پرلپسې ډول بایللی دی.

د افغان صرافانو ټولنې د معلوماتو له مخې پاکستانۍ روپۍ د افغانیو پر وړاندې هم مخ په ښکته روانه ده. په افغانستان کې پرون چهارشنبه ۱۰۰۰ روپۍ په ۲۶۳ افغانیو بدلیدې.

پاکستاني رسنیو دا د روپیو 'ریکارډ' کموالی بللی دی.

د ونډو کاروبار یانو په باور پاکستانۍ روپۍ د دوه مهمو دلایلو له کبله په پرلپسې ډول خپل ارزښت بایلي، لومړی دا چې پاکستان اړ دی ځينې پورونه ورکړي او بل دا چې د پیسو نړیوال وجهي صندوق د نویو شرطونو له مخې د د ډالرو پیر او پلور ازاد دی.

ماهرین وايي، پاکستان کې په تېرو څو میاشتو کې د امریکايي ډالر پر وړاندې پاکستانۍ روپۍ په خورا چټکۍ ارزښت بایللی او د پاکستانۍ روپيو ارزښت کې دومره ډېر ټیټ والی د دې هېواد پر اقتصاد، وارداتو او د توکو په بیو هم ناوړه اغېز کوي.