جاپان وايي د شمالي کوریا لېرې واټن ویشتونکي توغندي د امریکا خاوره وېشتلی شي

جاپان

د عکس سرچینه، EPA

د خپرېدو وخت

د جاپان د دفاع وزیر ویلي شمالي کوریا د اوږده واټن وېشتونکي یو بالسټیک توغندی (ای سي بي ایم) ازمویلی چې د امریکا خاوره پرې ویشتلی شي.

دغه توغندی په سمندر کې د هوکایدو په ۲۰۱ کیلومترۍ کې را پرېوتی.

د سویلي کوریا ولسمشر یون سوک یول د شمالي کوریا د مخنیوي لپاره د قوي ګامونو اخیستلو غوښتنه کړې ده.

د پنجشنبې په ورځ د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزیر چو سون هوی کوریا ټاپو وزمه کې د امریکا د هر ډول پوځي فعالیتونو زیاتوالي په اړه خبرداری ورکړی وو.

په دغه ورځ د شمالي کوریا له خوا یو لنډ واټن وېشتونکی بالسټیک توغندی هم وتوغول شو.

دغه بدلونه وروسته تر هغه رامنځ ته شول چې د یکشنبې په ورځ په کمبودیا کې دسویلي کوریا ولسمشر د امریکا له ولسمشر جوبایډن او د جاپان د بهرنیو چارو له وزیر فومیو کیشیدا سره وکتل.

تر هغې لیدنې وروسته ولسمشر بایډن وویل چې درې متحدین ‘’هر څه زیات’’ د شمالي کوریا ‘’پارونکو کړنو’’ په اړه همغږي وو.

شمالي کوریا په تېرو دوو میاشتو کې تر ۵۰ ډېر توغندي توغولي، چې زیاتره یې لنډ واټن وېشتونکي وو.

د اوږده واټن وېشتونکو توغندیو ازمویل کمساري دي او امریکا ته مخامخ یو ګواښ بلل کیږي. ځکه دغه توغندي د امریکا دریو اصلي برخو ته د اټومي سرکو لېږد لپاره طرح شوي دي.

د سویلي کوریا د پوځ مشر په سؤل کې ویلي چې وروستی ای سي بي ایم توغندی په سیمه ییز وخت ۱۰:۱۵ د شمالي کوریا له پلازمینې پیونګ یانګ سره نژدې سیمې څخه توغول شوی دی.

د سویلي کوریا پوځ ویلي دغه توغندی په یوه اوږده واټن کې په سل کیلومترۍ کې ۶۰۰۰ لوړې ارتفاع ته ورسېد او  ۱۰۰۰ کیلو متره واټن یې وواهه.

د جاپان د دفاع وزیر یاسوکازو هامادا ویلي، دغه توغندی امریکا ته د رسېدو وړتیا لري. اوسني واټن وېشتلو ته په کتو ښکاري چې د امریکا خاوره تر خپل هدف لاندې راوستلی شي.

بلخوا د جاپان لومړي وزیر په ټایلنډ کې خبریالانو ته ویلي، ‘’ موږ پیونګ یانګ ته ویلي چې هیڅ  داسې ګامونه نه شو زغملی’’

د سویلي کوریا پوځ وايي شمالي کوریا د روانې میاشتې په لومړیو کې د ای سي بي ایم یو توغندی توغولی وو چې په نیمه لار کې وچاودېد.

شمالي کوریا له تېرو پنځو کلونو را په دیخوا په تېر اکتوبر میاشت کې په لومړي ځل د جاپان پر فضا  یو بالسټیک توغندی وتوغاوه.

پر پیونګ یانګ د سختو بندیزونو سره سره شمالي کوریا د ۲۰۰۳ تر ۲۰۱۷ کاله شپږ اتومي ازمیښتونه کړي او اټکل کیږي چې د اووم ازمیښت په لټه کې دی.

دغه هېواد د خپل پوځي توان پیاوړي کولو ته دوام ورکړی دی.