کابل ته د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د پاکستاني پلاوي سفر؛ مولوي عبدالکبیر سره یې کتلي

د عکس سرچینه، juip
د پاکستان د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن یکشنبه د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته رسېدلی دی.
نوموړی په افغانستان کې د طالبانو حکومت په بلنه دا سفر کوي.
هغه او ورسره مل پلاوي کابل ته له رسېدو وروسته په ارګ کې د طالبانو حکومت د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره کتلي دي.
پر خواله رسنیو خپرو شویو تصویرنو کې ښکاري چې په دې لیدنه کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو، لوړو زدکړو، امر بالعمروف او نهي عن المنکر او اوبو او بریښنا وزارتونو سرپرستان او یو شمیر نور چارواکي هم برخه لري.
هممهاله د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د دغه سفر په اړه کابل کې رسنیو ته ویلي چې "افغانستان او پاکستان دوه ګاونډي او اسلامي هېوادونه دي – ډېرې تاریخي، اسلامي، کلتوري او اقتصادي اړیکې لري، او په اړوندو موضوعاتو به خبرې کيږي."
د هغه په وینا دا چې په دغه پلاوي کې علما او سیاسون شامل دي نو په افغانستان کې به هم علما او سیاسي مسوولان ورسره ګوري "تر څو پر دې کار وشي چې څنګه په راتلونکې کې د افغانستان او پاکستان اړيکې مثبتې وي. د یو بل په ګته وي. یو بل ته ضرر ونه رسېږي. او د دواړو هېوادونو ولسونو ته د امن، سکون او اقتصاد په برخه کې ګټور تمام شي."
ښاغلي متقي وايي "مولانا صاحب په سیمه کې یو منلی سیاستمدار دی. د افغانستان او پاکستان له حالاتو نه باخبره شخصیت دی. امید لرو چې د افغانستان د مشرانو ښه نیت، او خلوص چې د سیمې د هېوادونو او ګاونډیانو په حق کې لري، هغه به تر خپلو مسوولینو، چارواکو او ولسونو ورسوي."
ښاغلي متقي وايي، موږ هیله من یو چې د دوی دغه سفر به ښه نتایج ولري.

د عکس سرچینه، Jiup
د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر پرون ویلي وو د دې سفر لړ کې به د طالبانو له لوی مشر سره چې کندهار کې دی هم وګوري.
په ټولنیزو رسنیو کې له خپرو شویو انځورونو ښکاري چې له نوموړي سره په دغه سفر کې د افغانستان لپاره د پاکستان چارسمبالی سفیر او نور پلاوی هم مل دی.
دوی د افغانستان د یوه خصوصي هوايي شرکت 'کام اییر' په الوتکه کې له اسلام اباده کابل ته سفر کړی.
مخکې ځینو نورو پاکستاني رسنیو رپوټ ورکړی چې د پاکستاني طالبانو د ډلې فعالیتونه چې پاکستان وايي له افغانستانه تنظیمېږي، هم د دې سفر د اجنډا مهمه برخه ده.
نوموړي هم ویلي چې په افغانستان کې به د طالب واکمنانو سره د پاکستاني طالبانو د فعالیت په اړه خبرې وکړي.
مولانا فضل الرحمن په پاکستان کې د افغان طالبانو له مهمو ملاتړو بلل کېږي.
د پاکستان حکومت وايي پاکستاني طالبان له افغانستانه خپل فعالیتونه تنظیموي او د افغانستان خاوره د دوی پرضد کاروي.
خو د طالبانو حکومت که څه هم په تېر کې دا منلې چې د پاکستاني طالبانو غړي افغانستان کې شته خو ویلي یې هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو پرضد وکاروي.

د عکس سرچینه، PAKISTAN FM
د پاکستاني پلاوي له دغه سفر مخکې د طالبانو حکومت د کندهار والي د لس کسیز پلاوي په مشرۍ له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره د جنورۍ پر درېیمه اسلام اباد ته سفر کړی و.
ښاغلی محمد علي حنفي چې د ملا شیرین اخوند په نامه مشهور دی، داسې مهال پاکستان ته د لوړ پوړو طالب چارواکو د یوه پلاوي د سفر مشري کوله، چې د پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) له خوا پاکستان کې د بریدونو ډېرېدو د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکي ترینګلي کړي.
په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکیب په دې اړه چې د طالب پلاوي دې سفر کې په کومو موضوعاتو خبرې وشوې ویلي ''هغه مسائل یاد شول، چې عام خلک ورسره هره ورځ مخامخېږي، د تورخم، بولدک، بادیني، قمرالدین کې چې د خلکو کوم مشکلات دي، د دې یادونه وشوه، له دې خوا یا هغې خوا چې کوم تخطۍ شوې دي، د دې یادونه وشوه. د پاکستان له لوري چې کوم امنیتي مسائل دي، دوی د هغو یادونه هم وکړه.''
اسلام اباد سره د طالبانو حکومت د اړیکو له جنجالي کېدو وروسته دا لومړی ځل دی، چې د طالبانو حکومت لوړ پوړی سیاسي او پوځي چارواکی پاکستاني چاوراکو سره د خبرو لپاره اسلام اباد ته ځي او په ښکاره د پاکستان د کوم پلاوي سفر هم له اوږدې مودې وروسته کېږي.





















