نتنیاهو: غزه کې تر هغې دایمي اوربند نه کېږي چې د اسرائیلو د جګړې اهداف نه وي ترلاسه شوي

غزه

د عکس سرچینه، REUTERS

د خپرېدو وخت

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ټینګار کړی چې په غزه کې به تر هغې دایمي اوربند ونه شي، چې د حماس پوځي او حکومتي وړتیاوې له منځه نه وي تللي او ټول یرغمل شوي کسان راخوشې شوي نه وي.

نوموړي دا څرګندونې تر هغې وروسته کړې چې د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن وویل، اسرائیل دایمي اوربند لپاره حماس ته د یوه درې پړاویز پلان وړاندیز کړی دی.

د حماس یوه جګپوړي سیاستوال هم بي بي سي ته ویلي وو، که اسرائیل یې ومني، نو دوی پر دغه جوجاړي عمل وکړي.

دا خبرې اترې داسې مهال کېږي، مصر پر پوله رفح ښار کې جګړه روانه ده او رپوټونه وايي، اسرائیلي ځواکونو نن (شنبه) هم دغلته هوايي بریدونه کړي.

د دې هېڅ تضمین نشته چې د دغه وړاندیز منلو لپاره دې پر اسرائیلو او حماس دواړو د ښاغلي بایډن لخوا عامه فشار کومې پایلې ته روسېږي.

د ښاغلي نتنیاهو دفتر شنبه په یوه بیان کې وویل چې "د جګړې پای ته رسولو لپاره شرایط نه دي بدل شوي".

دوی د "حماس د پوځي او حکومتی وړتیاوو له منځه وړل، د ټولو یرغمل شویو خلاصون او دا ډاډمنول چې له غزې نور اسرائیلو ته ګواښ نه پېښېږي" خپل شرطونه بللي.

د نتنیاهو د دفتر اعلامیه کې پر دې په ټینګار سره چې د دغو شرطونو له منل کېدو پرته به کوم تړون ونه شي، ویل شوي چې اسرائیل به د دایمي اوربند تر هوکړې مخکې "د دغو شرطونو په پوره کېدو ټینګار ته دوام ورکړي".

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر جو بایډن، پرون جمعه دا پلان د اسرائیلو یو پراخ وړاندیز وباله چې دایمي اوربند لپاره یې لاره هواره کړې ده.

په قطر کې د حماس د سیاسي دفتر یوه غړي باسم نعیم د نتنیاهو د دفتر تر دې اعلامیې وروسته بي بي سي ته وویل چې دوی د دغه پلان هرکلی کوي او دا چې پرېکړه اوس له اسرائیلو سره ده.

هغه د ښاغلي نتنیاهو د وینا په ځواب کې یادونه وکړه، چې د اسرائیلو اهداف ښايي بدل شوي نه وي، خو تر اوسه ترلاسه شوي هم نه دي.

ښاغلي نعیم وویل: "که هغه د دوام ورکولو هڅه وکړي، د اشغال پر وړاندې د مقاومت لپاره به د فلسطینیانو - د ټولو فلسطینیانو له چمتووالي پرته بل څه ترلاسه نه کړي."

بایډن لخوا اعلان شوي پلان کې څه دي؟

بایډن

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

دغه وړاندې له شپږ اونیو اوربند سره پیلېږي او په دې موده کې به د اسرائیل دفاعي ځواکونه په غزه کې له ګڼ مېشتو سیمو په شا شي. دغه راز به ټولې بې ځایه شوې کورنۍ خپلو سیمو ته ستنیږي او هره ورځ به د مرستو شپږ سوه لارې غزې ننوځي. دې پړاو کې به یو شمېر یرغمل شوي کسان خوشې او زندانیان تبادله شي.

په دویم پړاو کې به ټول یرغمل شوي کسان خوشې کېږي او له غزې به ټول اسرائیلي ځواکونه ووځي.

دې سره به د مرستو رسېدو لړۍ چټکه شي او د یو شمېر یرغمل کسانو بدل کې به فلسطیني زندانیان خوشي شي. دا جوړ جاړی به بالاخره ''د تاوتریخوالي ختمېدو'' او د غزې د رغونې پلان ته ورسېږي.

دریم پړاو کې به د غزې د بیارغاونې چارې پیلیږي او په دې پړاو کې به د هغو اسرائیلیانو د مړو پاتې شونې اسرائیل ته ورکول کیږي چې په غزه کې وژل شوي دي.

دغه پلان ته غبرګونونه څه دي؟

اسرائیل

د عکس سرچینه، EPA

حماس په یوه بیان کې ویلي د امریکا د ولسمشر له خوا وړاندې شوې طرحې ته په مثبت نظر ګوري.

بیان زیاتوي، حماس له هرې هغې طرحې سره مثبت تعامل ته چمتو ده چې د دایمي اوربند، له غزې د ټولو اسرائیلي ځواکونو وتلو، د غزې بیارغونې، د کډوالو ورستنېدلو او د بندیانو د تبادلې غوښتنه په کې شوې وي.

خو دې ډلې دا تضمین هم غوښتی چې اسرائیلي ځواکونه به د یرغمل شویو کسانو له خلاصون وروسته بېرته غزې ته نه ورګرځي.

په اسرائیل کې بیا له دغه پلان سره مخالفتونه شته. د امریکا ولسمشر هم ویلي وو، چې ښايي په اسرائیلو کې ټولې خواوې ورسره موافقې نه وي، خو د نتنیاهو حکومت باید د فشارونو پر وړاندې مقاومت وکړي.

د دغه پلان مخالفت ښايي د ښاغلي نتنیاهو د اېتلافي حکومت توندلارو ښي اړخو غړو کړی وي. دوی مخکې هم ګواښ کړی و چې که د حماس له لمنځته تللو پرته د اوربند پر کوم پلان هوکړه وشي، نو له حکومته به ووځي.

د دوی وتل د نتنیاهو اېتلافي حکومت ختمولی شي.

خو بلخوا د اپوزیسیون یوه تر تولو بانفوذه سیاستوال يائر لاپید بیا ژمنه کړې، چې که لومړی وزیر نتنیاهو د اوربند تړون ومني، دی به یې ملاتړ وکړي.

د مصر ولسمشر عبد الفتاح السیسي ویلي، غزه کې باید د جګړې پای ته رسولو لپاره نړیوال لوري په ګډه کار وکړي او د دې شخړې د بشري او امنیتي اغېزو د پراخېدو مخه ونیسي.

نوموړي د سیمې پر امنیت د غزې رفح ښار کې د اسرائیلو د پوځي عملیاتو د منفي اغیزو په اړه خبرداری ورکړی او ټینګار یې کړی چې ټول نړیوال لوري باید د دې جګړې پای ته رسولو لپاره یو لاس شي.

د سعودي بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان له خپل امریکايي سیال سره ټیلیفوني خبرو کې ویلي، چې هېواد یې د دې طرحې ملاتړ کوي.