تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اردوغان بیا ولسمشر کېدو ته نړیوال غبرګونونه
د امریکا ولسمشر جو بایډن او د نړۍ ګڼو نورو مشرانو د ترکیې ولسمشریزو ټاکنو دویم پړاو کې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته د بیا ولسمشر کېدو مبارکي ورکړې ده.
ولسمشر بایډن پر ټویټر لیکلي: "ترکي ولسمشر رجب طیب اردوغان ته د بیا ولسمشر کېدو مبارکي وایم. په ناتو کې د یوه ملګري په توګه به د ګډو نړیوالو ګواښونو د مخنیوي په برخه کې له هغه سره کار ته دوام ورکوو."
رجب طیب اردوغان د ۵۲٫۱۴ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره د ترکیې د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شو.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت لومړي وزیر ملا حسن اخوند هم په د ترکیې په ټاکنو ولسمشر اردوغان ته "د بریا مبارکي" ویلې.
پخواني ولسمشر حامد کرزي او پخواني اجرايه مشر عبدالله عبدالله هم ښاغلي اردوغان ته د بیا ولسمشر کېدو مبارکۍ ویلې دي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم اردوغان ته مبارکي ورکړې او لیکلي یې دي چې: "په دې ټاکنو کې ستا بریا د ترکیې د ولسمشر په توګه ستا د منقطي کار پایله وه، او دا یو ښکاره دلیل دی چې په خپلواک بهرني سیاست او ځمکنۍ بشپړتیا ساتلو کې د ترکیې ولس ستا ملاتړی دی."
د جو بایډن او پوتین سربېره، د بریتانیا لومړي وزیر ریشي سوناک، د جرمني صدر اعظم اولاف شولتس، د سعودي عربستان پاچا سلمان، د برازیل ولسمشر لویس ایناسیو لولا ده سېلوا، د اوکرایین ولسمشر ولودویمیر زیلېنسکي او ګڼو نورو نړیوالو مشرانو اردوغان ته په ټاکنو کې د بریا مبارکي ورکړې ده.
ریشي سوناک بیا پر ټویټر لیکلي: "اردوغان ته مبارکي وایم او زموږ د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د دوام په تمه یم، چې په ناټو کې د یوه ملګري په توګه د امنیتي ننګونو ختمولو ته ګډ کار وکړو."
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ هم په یوه ټویټ کې اردوغان ته د مبارکۍ سربېره لیکلي: "اردوغان ته د ولسمشر کېدو مبارکي وایم، په راتلونکې جولای کې د ناټو سرمشریزه کې له هغه سره د ګډ کار په تمه یم".
د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي بیا اردوغان ته د مبارکۍ پیغام استولی دی.
په کور د ننه هم اردوغان ته ګڼو سیاستوالو او مخکنیو نوماندانو مبارکۍ ورکړې دي.
د ترکیې ولسمشریز ټاکنو ته نوماند او بیا له نوماندۍ تېر شوي محرم اینجه اردوغان ته د بیا ولسمشر کېدو د مبارکۍ سربېره هغه ته په کارونو کې د بریا هیله ښودلې ده.
د ترکیې د خلق جمهوریپال متحد او د (ښه ګوند) مشر مرال اکشنر اردوغان ته مبارکي ویلې ده.
نوموړي ویلي، لوی درسونه شته چې اردوغان یې د ټاکنو له پایلو باید زده کړي.