د سپین بولدک – چمن دروازه بېرته پرانیستل شوه

Chaman

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د افغانستان سویل کندهار کې د سپين بولدک - چمن ترمنځ پر ډیورنډ کرښه دروازه نن دوشنبه د نومبر ۲۱مه له یوې اوونۍ تړل کېدو وروسته بېرته پرانیستل شوه.

پاکستاني اړخ دا دروازه تېره یکشنبه تر هغه وروسته وتړله، چې یوه ناپېژاند وسلوال د افغانستان له غاړې پر پاکستاني ځواکونو ډزې وکړې، یو کس یې وواژه او دوه نور يې ټپیان کړل.

د دې دروازې د تړل کېدو له کبله د کرښې دواړو خواو ته زرګونه کسان او په سوداګریزو توکو بار موټرونه ایسار پاتې وو.

اوس رپوټونه دا دي چې د دوشنبې سهار د دې روازې له پرانیستل کېدو سره دغو خلکو او موټرو ته د تګ راتګ اجازه ورکړ شوې ده.‌

د پولې دواړو غاړو ته بندو کسانو له ازاد خبریال سردار محمد خوندئی سره خبرو کې غوښتنه کړې چې د دروازې تړل کېدو ستونزې ته باید دایمي حل ولټول شي.

 دوی پر دې ټینګار کړی چې هره پېښه باید د دروازې تړل کېدو لامل ونه ګرځي.

chaman

د عکس سرچینه، Getty Images

پاکستاني چارواکو پرون یکشنبه وویل چې دروازه د دوشنبې پر ورځ پرانیستل کېږي.

دوی ویلي و طالبانو  ژمنه ورکړې، چې هغه وسلوال بریدګر به ژر نیسي او سخته سزا به ورکوي، چې پر پاکستاني سرتېرو یې ډزې کړې.

پاکستان مخکې غوښتنه کوله چې د دوی پر ځواکونو برید کې ښکېل کس دې وروسپارل شي.

خو طالبانو ویل د دغه ناپېژانده وسله وال د نیولو هڅې روانې دي.

تر اوسه هغه د برخلیک په اړه کره مالومات نشته.‌

د یادونې ده چې پر پاکستاني سرتېرو له دغه برید مخکې د سپین بولدک – چمن پر دروازه له افغانانو سره د بد چلند او زور زیاتي‌ رپوټونه ورکړ شوي وو.