تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا د بولټن د وژلو پر پلان د تورن ایراني سړي پر سر ۲۰ میلیون ډالره جایزه اعلان کړه
د امریکا متحدو ایالتونو د داسې مالوماتو بدل کې شل میلیون ډالره جایزه اعلان کړې، چې د یوه ایراني سړي "شهرام پورصفي" نیولو کې مرستندویه ثابت شي.
شهرام د سپاه پاسداران غړی او پر دې تورن دی چې د ډونلډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار "جان بولټن" وژلو لپاره یې دسیسه جوړه کړې.
پر ده تور پورې شوی چې په امریکا کې دننه یې د ښاغلي بولټن وژلو لپاره د ۳۰۰ زره ډالرو بدل کې د مجرمانو د ګومارلو هڅه کړې.
دا جایزه داسې مهال اعلانېږي، چې همدا روانه اوونۍ پخپله ډونلډ ټرمپ هم وویل، د امریکا استخباراتو ورته د ده وژلو لپاره د ایران لخوا د یوې احتمالي دسیسې مالومات ورکړي.
خو ایران مخکې دا رد کړې چې د ټرمپ د حکومت د چارواکو ترور لپاره دې یې دسیسه جوړه کړې او یا د امریکا په چارو کې مداخله کړې وي.
چارواکي وايي پورصفي د ۲۰۲۱ کال له اکتوبره د ۲۰۲۲ کال تر اپرېل پورې هڅه کړې، چې په "متحدو ایالتونو کې دننه مجرمان" وګوماري چې ښاغلی بولټن په واشنګټن ډيسي یا ماریلنډ کې ترور کړي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت په وینا، یو احتمالي وژونکی چې هغه ورسره خبره کړې وه، د امریکايي څېړونکو محرمه سرچینه وه.
ښاغلي پورصفي ظاهرآ دغه سړي ته ویلي و، چې د بولټن کار خلاص کړي نو "د دویمې وژنې دندې ته به یې وګوماري".
د امریکايي چارواکو په وینا ظاهرآ دې کار لپاره د شهرام پورصفي انګیزه دا وه، چې د ایران د قدس ځواک د مخکیني مشر قاسم سلیماني د وژلو غچ واخلي.
سلیماني د ډونلډ ټرمپ په امر بغداد کې د امریکا د ډرون الوتکې په یوه برید کې وژل شوی و.
د امریکا عدلیې وزارت په ۲۰۲۲ کال کې پورصفي د وژنې د دسیسې په جوړولو تورن کړی و.
هغه تر دې دمه نه دی نیول شوی او چارواکي وايي، باور نه کوي چې په متحدو ایالتونو کې دې وي.
د ایران مرستیال ولسمشر جواد ظریف روانه اوونۍ له اېنبيسي نیوز تلویزیون سره مرکه کې دا رد کړه، چې حکومت دې یې بهر د خپلو منتقدانو د وژلو په لټه کې وي.
هغه وویل "موږ خلک نه وژنو، خو حقیقت دا دی چې دوی یو محترم ایرانی جنرال وواژه."
بلخوا ښاغلي بولټن بیا اېنبيسي تلویزون ته ویلي، چې امریکا باید د ایران له اړخه د پېښو ګواښونو پر وړاندې "لا ډېره فعاله" وي.
هغه وویل "دوی چې کله په موږ؛ اوسنیو او پخوانیو دولتي چارواکو پسې راځي، چې خپل کار وکړي، نو واقعآ دا پخپله د متحدو ایالتونو پر حکومت برید دی."
د یادونې ده چې روان کال دوه ځله د امریکا د مخکیني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ترور ناکامه هڅې وشوې، خو امریکايي څېړونکو رسمآ دا نه دي ویلي چې په دغو هڅو کې دې ایران ښکېل وي.
د امریکا د فدرالي څېړنو بیرو 'اېفبيآی' یوازې دا تایید کړې چې ایراني هکرانو د ښاغلي ټرمپ ټاکنیز کمپاین هک کړی او مالومات یې ترې غلا کړي دي.