هند کې د افغانستان په اړه غونډې ته د طالبانو غبرګون

    • Author, مامون درانی
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د هند په کوربه توب د منځنۍ اسیا هېوادونو یوه ورځنۍ غونډه د سه شنبې په ورځ په نوي ډیلي کې جوړه شوه.

په هند کې د سیمې هېوادونو امنیتي او اقتصادي غونډې ته په غبرګون کې د طالبانو حکومت ویلي، دوی له ګاونډیانو سره مثبتو اړیکو ته ژمن دي.‌

د طالبانو د حکومت یوه مرستیال ویاند بلال کریمي د افغانستان ملي رادیو تلوېزیون ته ویلي،‌ "افغانستان کې ټیکاو رامنځ ته شوی او د افغانستان د سرحدونو او پولو د خوندیتوب ډاډ ورکوو او د ښو روابطو او تعامل غوښتونکي یو".

ښاغلی کریمي زیاتوي، هغه اندېښنې او ناسم مالومات چې مغرضې کړۍ یې بهر ته لېږدوي "دا یوه ناسمه چاره" ده.

په دې غونډه کې د افغانستان امنیتي وضعیت، له دې هېواده د ترهګرۍ خپرېدل، په ټولیزه توګه د سخت‌دریځۍ له ګواښونو سره مبارزه او د منځنۍ اسیا هېوادونو سره د هند د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراخول د غونډې د اجنډا په سر کې وې.

بله خوا یوه هندي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، په نننۍ غونډه کې به د ایران د چا بهار بندر د اهمیت ترڅنګ دغه بندر د شمال او جنوب نړیوال ټرانسپورټي دهلېز سره د نښلولو په اړه هم خبرې وشي.

د شمال – جنوب ترانسپورتي دهلېز، چې ۷۲۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري او ۱۳ هېوادونه سره نښلوي  په ۲۰۰۰ کال کې د غړو هېوادونو ترمنځ د ترانسپورتي همکارۍ د هڅولو لپاره رامنځته شوی.

افغانستان او د مرکزي اسيا هېوادونو له هند سره ګډه ځکمنۍ پوله نه لري او له همدې وجې هند په سيمه کې د تجارت د ودې له پاره د چابهار بندر په پراختيا او مديريت کې پانګونه کړې.

دمګړۍ د چابهار بندر یو ترمینل د یوه هندي حکومتي شرکت له خوا اداره کېږي او دا د افغانستان او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د اړیکو د پراختیا لپاره د هند د پلانونو یوه مهمه برخه ده. 

بله خوا هند غواړي د چابهار بندر د پاکستان له ګوادر بندر سره سیال کړي، چې دغه بندر په پاکستان کې د چین په مالي مرسته جوړېږي.

هند او د منځنۍ اسیا هېوادونو تېره جنورۍ په خپله لومړۍ سرمشریزه کې پرېکړه وکړه چې د افغانستان په اړه د همکارۍ لپاره یوه ګډه کاري ډله جوړه کړي او په بېلابېلو برخو کې له پیوستتون نیولې تر امنیت پورې د همکارۍ لپاره یو بنسټیز چوکاټ جوړ کړي.

ریښتنی استازی او ټول ګډونه حکومت

د هند په کوربه توب د مرکزي اسیا هېوادونو د لومړنۍ غونډې په پرېکړه لیک کې په افغانستان کې د یوې پراخې سيمه یيزې اجماع رامنځته کول او د يوه "ریښتني استازي او ټول ګډونه حکومت" پر جوړولو او د ښځو او ماشومانو په ګډون د لږکیو حقونو ته پر درناوي ټینګار شوی و.

د هندوستان په نوی ډیلي کې د مرکزي اسیا هېوادنو د ملي امنیت د سلاکارانو غونډه پر داسې مهال جوړېږي، چې د افغانستان لپاره د امریکا  ځانګړي استازی توماس وېسټ پر خپل ټویټر لیکلي، چې د افغانستان په اړه یې د هند د ملي امنیت شورا له مرستیال سلاکار ویکرم مصري او د هند د بهرنیو چارو وزارت جګپوړي سکرتر "جي پي سنګ" سره خبرې کړې.

تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی و چې د افغانستان لپاره یې ځانګړی استازی توماس وېسټ د هندوستان، جاپان او متحده عربي اماراتو پر سفر روان شوی دی.

ښاغلي ویسټ همداراز لیکلي، چي د سولې د عالي شورا له پخواني مشر ډاکټر عبدالله سره لیدلي او د افغانانو ترمنځ د ملي سیاسي ډیالوګ د بېړنۍ اړتیا په اړه ورسره غږېدلی.