تاجکستان کې د هرات امنیتي ناسته؛ افغانستان کې پر ټول ګډونه حکومت بحثونه کېږي

د خپرېدو وخت

د تاجکستان پلازمېنه دوشنبه د "هرات امنیتي خبرو اترو لسمه غونډه" روانه ده.‌ 

په دې غونډه کې د افغانستان او سیمې د امنیتي وضعیت، حکومت او قانون جوړونې، ټولنیزو خوځښتونو او د ملګرو ملتونو د رول په اړه خبرې کېږي. 

پر یو شمېر پخوانیو افغان چارواکو سربېره د سیمې او نړۍ ځینو پېژندل شویو دیپلوماتانو، فعالانو، سیاسي څېرو او امنیتي شنونکو دې غونډه کې برخه اخیستې.  

دا کنفرانس د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ له خوا جوړېږي. 

طلوع نیوز د دغه انسټیټیوټ د رییس داوود مردایان له خولې لیکلي چې "په دوه ورځو کې کارپوهان، د افغانستان په مسایلو کې د دخیلو ډلو، لورو او هېوادونو استازي به له سیمه ییزې اجماع او نړیوال ملاتړ سره به افغانستان کې د یوه پراخ بنسټه حکومت پر جوړېدو خبرې وکړي." 

د دغه کنفرانس ګډونوالو کې افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې کرن ډېکر هم شامله ده.  

هغې د ټویټ په څو پیغامونه کې دا غونډه مثبته بللې ده.  

دې امریکایۍ دېپلوماتي لیکلي "دا ښه فرصت دی چې د افغانستان، تاجکستان، د سیمې هېوادونو او اروپايي ټولنې له استازو سره د افغانستان د وضعیت په اړه نظر تبادله وشي." 

اغلې ډېکر زیاته کړې "زه دلته راغلې یم چې له نورو واورم، خو چمتو یم چې له افغانانو او یوه داسې افغانستان سره د پیاوړي ملاتړ ژمنه تکرار کړم چې له ځان او ګاونډیانو سره سوله کې وي." 

د هرات امنیتي غونډې له ۲۰۱۲ کال راهیسې جوړېږي او پخوا به یې پخپله افغانستان کوربه و.  

د افغانستان د سټراټيژیکو څېړنو انسټېټیوت مشر داود مرادیان وايي، طالبانو ته هم په دې ناسته کې د ګډون بلنه ورکړل شوې، خو تر اوسه یې د برخې اخیستو په اړه څه نه دي ویلي.