بلاول بوټو: د مونیخ امنیتي کنفرانس کې؛ 'پاکستان به کله هم پر افغانستان د برید زړه ښه نه کړي'

مونیخ امنیتي کنفرانس

د عکس سرچینه، @ForeignOfficePk

د خپرېدو وخت

د مونیخ امنیتي کنفرانس کې دا وار د تېرو هغو پرتله د افغان چارواکو د اندېښنو او پاکستان ته په ګوتنیونې دا وار پاکستاني استازي وايي له افغانستان د هغوی پر ټکو د تندلارۍ ورپېښ ګواښ وېروونکی دی.

هغه ټينګار لاره، سره له دې چې پوهیږي غلیم افغان خاوره کې دی خو پاکستان به کله هم پر افغانستان د برید زړه ښه نه کړي او د هغه پر ټکو د کوم یرغل تېروتنه به ونه کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو په خپلو خبرو کې وویل نړیواله ټولنه او په کابل کې د طالبانو حکومت هغو ګواښونو ته په ډېر جدیت نه ګوري چې دمګړۍ پاکستان ورسره مخ دی.

د اورپکو ډلو د فعالیتونو ډېرېده د بلاول بوټو پر ټکو نه یوازې پاکستان ان ګرده سیمه کې نا امنۍ راوستلی شي.

هغه وویل: "اندېښنه داده که موږ او د طالبانو سرپرست حکومت دغه ډلې جدي ونه ګڼو او د ترهګرۍ ځپلو کې خپله اراده ټینګه ونه ښيو، نو دوی به په سیمه کې ترهګري رامنځ ته کړي. موږ لا پخوا د دوی د چارو پراخېدو شاهدان یو، کابل کې له بدلون وروسته پاکستان کې ترهګریزې پېښې ډیرې شوي. ډیر وخت به پرې ونه لګي چې نورو سیمو ته هم ورسېږي."

بلاول بوټو وویل تندلارې ډلې په افغانستان کې خورا همغږې دي او دا چې وخت به وغواړي دوی د طالبانو حکومت قانع کړې چې د ترهګرو ډلو خلاف ګام پورته کړي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

د مونیخ په امنیتي کفرانس کې د نړۍ د مشرانو ډېر پام دا وار د اوکرایین پر جګړې ورټول و او د ویناوو منځ‌ټکي هم خو افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري د مېرمنو پر ازادیو د بندیزونو پر وړاندې د درېدو خبره یاده شوه.

د بهرنیو چارو ښځینه وزیرانو په یوې بیانيې کې په افغانستان کې پر ښځو لګول شوي محدودیتونه په کلکه غندلي او د ښځو د حضور په ځانګړي ډول په مرستندویه موسسو کې یې د کار د بیا پیل غوښتنه کړې ده.

په دې اعلامیه کې همدا راز ټینګار شوی چې "یوازې په هغه ځای کې چې ښځې خوندي وي، نو ټول خوندي دي."

د البانیا، بلجیم، کاناډا، فرانسې، جرمني، آیسلنډ، کوسوو، منګولیا او سلوانیا د بهرنیو چارو وزیرانو چې ټولې ښځې دي، نن د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې دغه څرګندونې وکړې.

په اعلامیه کې راغلي چې "موږ، د بهرنیو چارو ښځینه وزیرانو په ګډه د ۲۰۲۳ مونیخ امنیتي کنفرانس کې، د عامه ژوند له ټولو برخو څخه د ښځو د بې برخې کولو په تړاو د طالبانو هڅې غندو."