د طالبانو حکومت ملګرو ملتونو ته: د مجرمانو پر ضد عملیاتو ته د ناامنۍ زیاتېدا نوم مه ورکوئ

د عکس سرچینه، Getty Images/Mujahid
- Author, نورګل شفق
- دنده, بيبيسي، لندن
- د خپرېدو وخت
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو هغه رپوټ ته غبرګون ښکاره کړی چې پکې راغلي، په دغه هېواد کې امنیتي پېښې زیاتې شوې دي.
خو د طالبانو حکومت وايي، ناامني نه ده ډېره شوې بلکې د نشهيي توکو قاچاقچیانو او د نورو جرمونو د مخنیوي په موخه یې عملیات ډېر کړي دي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت مشر ویاند ذبیح الله مجاهد پر اېکس پاڼه په دې اړه اعلامیه خپره کړې او مرستیال ویاند یې حمدالله فطرت په دې هکله ویډيويي پیغام کې ویلی چې ګواکې د دوی د ځواکونو د "بېدارۍ" ستایلو پر ځای له دې موضوع "د افغانستان د ناامنه ښودلو لپاره استفاده شوې"
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
ښاغلی فطرت وايي، زموږ ځواکونه "د هېواد په بېلابېلو برخو کې هره ورځ د مفسدینو، غلو، اختطافګرو، قاچاقچیانو او ناوړه کسانو پر وړاندې پر مبارزه بوخت دي" او په وینا یې، له دې کبله په دغو پېښو کې د تېر کال پرتله "د پام وړ کموالی راغلی دی"
د طالبانو حکومت په خبرپاڼه کې همدا راز ځينې شمېرې ورکړې دي چې پر بنسټ یې، "د نشهيي توکو سره د ګړندۍ مبارزې له امله تېر کال څه باندې ۱۴ زره قاچاق وړونکي نیول شوي او څه باندې پنځه نیم زره ټنه نشهيي توکي له منځه وړل شوي، ۱۲سوه د مخدره توکو کارخانې ویجاړې شوې او ۱۵ زره ۳۰۰ هېکټاره ځمکه له نشهيي توکو پاکه شوې ده"
د ملګرو ملتونو رپوټ څه وايي؟

د عکس سرچینه، UN
د طالبانو حکومت ملګري ملتونه تورن کړي چې ګواکې په دې توګه "زموږ د خلکو ذهنیت خرابولو باندې اخته دي او امنیت په ناامنۍ تعبیروي".
دغه حکومت همدا راز تور پورې کړی چې ګواکې ملګري ملتونه د "ځينو استخباراتي او شریرو کړیو" په غوښتنه د دوی پر حکومت د "فشار راوړلو" هڅه کوي.
د یادولو ده چې د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه تازه رپوټ په دوحه کې د دغه هېواد په اړه تر غونډې وروسته خپور شوی او د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش د امنیت شورا ته هم وړاندې کړی دی.
په دغه رپوټ کې راغلي چې د تېر کال نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې د تېرې جنورۍ میاشتې تر لسمې، د تېر کال همدې مودې پرتله په امنیتي پېښو کې ۳۸ سلنه زیاتوالی راغلی.
د رپوټ پر بنسټ، تېرکال په دې موده کې امنیتي پېښې ۱۰۹۰ وې خو اوس ۱۸۰۵ پېښې ثبت شوې دي چې تر ډېره په مرکزي ولایتونو کې او ورپسې په شمال ختیځو سیمو کې شوې دي.
د ملګرو ملتونو د موندنو پر بنسټ ډېر زیاتوالی د نشهيي توکو پر ضد د عملیاتو پر مهال نښتو کې ثبت شوی او تر څنګ یې د تېر ۲۰۲۳ کال په وروستیو درو میاشتو کې د طالبانو له مخالفو ډلو سره هم شپېته نښتې شوې چې تر تېر مهاله یوه کمه ده.





















