د ابراهیم رئیسي د جنازې مراسم په انځورونو کې

ایران

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

په تهران کې د ابراهیم رئیسي او د هغه د ملګرو د جنازې په مراسمو کې ګڼه ګوڼه لیدل کېږي. ایراني خبري رسنۍ وايي، د تهران پوهنتون انګړ له خلکو ډک دی.

تېره شپه د تهران په جامع جومات کې هم د ابراهیم رئیسي مینه والو هغه ته د درناوي مراسم ترسره کړل. د ابراهیم رئيسي او ملګرو د جنازې مراسمو ته یې د ګڼو هېوادونو مشران او لوړ پوړي استازي ورغلي دي.

ایران

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ایران د وژل شوي ولسمشر ابراهیم رئیسي، بهرنیو چارو وزیر امیر عبدالهیان او ورسره مل کسانو جنازې چې د الوتکې لوېدو پېښه کې وژل شوي د ایران مهر آباد هوايي‌ ډګر ته راوړل شوې.
ایرن

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پوځ د ابراهیم رئیسي جنازه په اوږه کړې او له مهر آباد هوايي ډګره یې لېږدوي
ایران

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په لسګونه زره کسان انقلاب چوک کې د وژل شوي ولسمشر ابراهیم رئیسي، بهرنیو چارو وزیر امیر عبدالهیان او ورسره مل کسانو د جنازې مراسمو لپاره راټول شوي دي.
ایران

د عکس سرچینه، Getty Images

ایران

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په مراسمو کې د نارینه و سربېره ګڼو ښځو هم ګډون کړی او د خپل ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر پر مړینه ویر کوي
ایران

د عکس سرچینه، Getty Images

ایران

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ښځې او سړي هغه بنرونه ځان سره لېږدوي، چې د ابراهیم رئیسي انځور پرې لګېدلی او تسلیت پرې لېکل شوی دی.
ایران

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ډله ډله خلک (ښځې او سړي) د وژل شوي ولسمشر ابراهیم رئیسي، بهرنیو چارو وزیر امیر عبدالهیان او ورسره مل کسانو د جنازې مراسمو ته روان دي.
ایران

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه ای د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د جنازې امامت کړی.
ایران

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ایران د وژل شوي ولسمشر د جنازې مراسمو ته د افغانستان په ګډون د پاکستان، چین، تاجکستان، روسیې، ترکیې، عراق، ارمېنیا په ګډون د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو مشران او پلاوي هم ورغلي.