خوږو څښاکو کې کارېدونکی "اسپارتام" د سرطان لامل کېدلی شي؟

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

رپوټونه وايي، د ملګرو ملتونو یو روغتیايي اژانس به ژر اسپارتام د سرطان پېښوونکي توکي په توګه وپېژني.

اسپارتام په ځېنو خوړو او تر ډېره خوږو شربتونو کې کارېږي.

اسپارتام په مشهورو څښاکونو لکه پیپسي، کوکاکولا او نورو کې چې اوس مهال ستاسو په میلمستیاو کې دود دی، هم کارول کېږي.

د رویټرز خبري اژانس په یوه رپوټ کې دا تېره اوونۍ په ډاګه شوې،‌ چې د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) اړوند د سرطان یوه څېړنیزه اداره پر دې غور کوي چې اسپارتام د سرطان لاملونو او پېښوونکو توکو نوملړ کې ځای کړي.

تازه یوه تګلارې کې پر دې کار کوي چې د دې مادې له اړخه پېښ خطرونه معلوم کړي، او په تړاو یې شته شواهد په سمه توګه وڅیړي.

ملګرو ملتونو په مې میاشت کې هغه لارې چارې خطرناکې وبللې چې د وزن کابو کولو لپاره یې خلک د خوږو په کارولو سره پلې کوي.

ملګرو ملتونو ویلي، د اوږد مهال لپاره دا ډول خواږه کارول نه یوازې د وزن پر کابو کولو اغېز نه لري، بلکې خطرونه هم پېښولی شي.

د روغتیا نړیوال سازمان د ارزونو دغه لړۍ کې خبرداری ورکړی چې مصنوعي خواږه، په کوچنیانو او لویانو کې د تور ژیړي، د زړه ناروغي، او په لویانو کې ان د بې وخته مرګ لامل کېدلی شي.

له اسپارتام ور ها خوا ساکرین، سوکرالوز او سټیویا نور هغه مصنوعي خواږه دي چې په بازارونو کې موندل کېږي، او ډیر خلک یې کاروي.

تر ډېر د دا ډول مصنوعي خوږو په اړه تر هغه چې علمي څېړنې نه وې شوې، ډېرو دا ویل چې که څه هم دا توکي روغتیا ته کومه ګټه نه لري، تاوان هم نه پېښوي.

د اسپارتام پر سر بحثونه

دا مصنوعي خوږوونکې ماده په شربتونو او خوږو څښاکو کې د بورې د بدیل په توګه کارول کېږي او له اصلي سرچینو ۲۰۰ وارې خوږ دی.

دا خوږوونکی توکی په هغو ځانګړو څښاکونو کې هم کارول کېږي چې ځينې خلک یې د وزن کمولو لپاره د خوړولو کمولو په توګه خوري.

اسپارتام د څو لسیزو راهسې د خوړو په صنعت کې ځای لري، تر ډېره روغتیايي ادارو د دې خوږوونکو توکو کارول منلي وو خو په دې وروستیو کلونو کې دې ډول پراخې کارونې پوښتنې را پورته کړې او په ټولیز ډول د روغتیا پالانو د د خوړو د صنعت ادارو ترمنځ په یوه جنجالي بحث واوښته.

د سرطاني ناروغیو نړیوال څېړنیز مرکز د شاوخوا ۱۳۰۰ څېړنو په یوه ټولګه بوخت دی چې د اسپارتام له اړخه د سرطان رامنځ کېدو پر شونتیا اسناد چمتو کړي.

دغه څېړنیز مرکز له داسې څلور ډوله طبقه بندۍ کار اخلي چې په بشپړ ډول روښانه نه ده.

  • د سرطان پیدا کونکی
  • د سرطان شونتیا لرونکی
  • شونې پیدا کېدنه،
  • او د ډلبندۍ وړ نه ده

دا سازمان موږ ته دا وايي چې شواهد څومره غښتلي دي، خو نه وايي چې یوه ماده په کومه کچه خطرناکه ده.

د بریتانیا د خوړو د ستنډر سازمان علمي سلاکار وايي، د دوی بنسټ دا رپوټ په غور ولوسته "خو زما نظر دا دی چې د دې خوږوونکو توکو ارزونه د ځېنو علمي کمېټو له لوري شوې، او په هغه کچه کې دي چې اجازه ورکړل شوې"

د روغتیا نړیوال سازمان له ۱۹۸۱ کال راهسې، دا منلې وه چې دا مصنوعي خواږه د هر انسان لپاره د هر کیلو ګرام وزن له مخې د ۴۰ میلي ګرام کارول کوم زیان نه اړوي.