اوتیزم 'رواني ګډوډي' څه ده او ماشومانو کې یې نښې څه دي؟

د عکس سرچینه، N Photo/Mark Garten
ټول انسانان له یو بل سره توپیر لري، چې دا په خپله یو په زړه پورې ټکی دی، په ځینو کې دغه توپیرونه او بېلوالی خورا څرګند وي، د بېلګي په توګه ونه (قد)، د ویښتانو رنګ، جنسیت، د سترګو رنګ او داسي نور.
خو نور توپیرونه لکه د خوښې خواړه، ځانګړي مهارتونه او احساسات چې خلک یې لري نه لیدل کیږي.
په زړه پورې خبره دا ده چې موږ ټول نړۍ په بل ډول وینو. د بېلګې په توګه، که تاسو دوو کسانو ته یو انځور ښکاره کړئ، ممکن د دواړو لید د هغه انځور په اړه بېل وي.
دا یوازې یو چل دی، چې ستاسو مغز یې تاسو ته ښیي ځکه چې د هرچا دماغ بېل ډول عمل کوي.
زموږ دماغ زموږ د بدن کمپیوټر دی او د هر کس کمپیوټر په بېل ډول کاروي، له همدې امله موږ ټول د ژوند په بېلابېلو اړخونو کې ښه یو.
موږ بېل احساسات لرو او له خلکو سره د خبرو کولو ډول مو هم توپیر لري. ځینې وختونه زموږ عصبي ریښې په داسې دول سره وصل شوې، چې زموږ پر کړنو او احساس اغېز کوي او زموږ ټولنیز اړیکي له نورو بېلوي، چې د عصبې ریښو دغه ډول جوړښت ته اوتیزم وایي.
د اپریل دویمه د اوتیزم (رواني ګډوډيو) د پوهاوي نړیواله ورځ ده، یوه پېچلې او څو اړخیزه ګډوډي چې د عصبي سیستم پر پراختیا او جوړښت اغېزه کوي او د انساني دماغ هغه برخه چې د اړیکو او خبرو کولو سره تړاو لري ګډوډوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د اوتیزم نښې له درې کلنۍ نه وړاندې را څرګندیږي. په دغه ستونزه اخته ماشومان کلیشهيي کړنې کوي، له مخاطب سره د سترګو له لارې اړیکي نه نیسي، لاسونه په پرله پسې توګه ښوروي، بې خوبي او ګډوډي لري، له غږونو او ځینو شیانو نه وېره محسوسوي، ډېر ناوخته خبرې کول زده کوي او د ولاړې او ناستې پر مهال خپل بدن لړزوي.
اوتیستیک (autistic) کسان له یو ډول بې ثباتۍ کړېږي، اوري او ویني خو نړۍ یې له عادي کسانو توپیر کوي او پنځه ګوني حواس یې د عادي خلکو پرتله خورا حساس وي.
اوتیزم په ګڼو خلکو کې شته، ځکه نو دا غوره ده، چې د دغه حالت او وضعیت په اړه لږ ډیر وپوهېږو.
اوتېزم ناروغي یا معلولیت نه دی. یوازې د دوی دماغ د نورمال خلکو پرتله بېل کار کوي. دا د دوی په اعصابو کې توپیر دی او ځینې وختونه آتیستیک خلک په خپلو دندو کې ان د نورو پرتله غوره وړتیا ښیي.
اوتیزم تر شلمې پېړۍ پورې پېژندل شوی نه و، خو اوس دا په اسانۍ سره تشخیص کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
اوتیستیک یا په اوتیزم اخته کسان، پر هغو کارونو، چې تمرکز کوي په خورا اسانۍ سره یې ترسره کوي، خو ګڼ داسي فعالیتونه، چې د عادي خلکو لپاره ساده او اسانه وي د آتیستیک خلکو لپاره ډېر ستونزمن وي، لکه د ملګري موندل .
د اوتیزم نښې په هر انسان کې په یو ډول نه څرګندېږي، په ځینو کسانو کې په عادي ډول محسوسېږي او په اړیکو کې یوازې یوه کوچنۍ ستونزه لري، مګر په بله ډله کې بیا عصبي ګډوډي دومره شدیده وي، چې له ګډوډ حالت نه آن خپلي ورځنۍ چاري هم په سمه توګه نشي ترسره کولای.
د دې خلکو حواس په پرله پسې توګه د شاوخوا چاپېریال او نورو خلکو په اړه معلومات د دوی ماغزو ته لیږدوي.
خو کله چې د یو شخص مغز او حواس په ښه توګه اړیکه ونلري، دا هغه وخت دی چې سړی اوتریږي او دا څه د هغوی پر لیدلوري اغېزه کوي.
د بېلګي په توګه فکر وکړئ چې تاسو په یوه کوڅه کې روان یاست، تاسو ممکن ډېری شیان ووینئ او په ساده توګه یې له سترګو تېر کړئ. خو یو اوتیستیک دا هر څه بل ډول ویني او تجربه کوي، خلک، شور او ځوږ او ګڼه ګوڼه لنډه دا، چې هر څه ورته په ساعت کې د سل مایله سرعت سره ښکاري، چې دا خورا ډاروونکی حالت دی.

د عکس سرچینه، AFP
له بده مرغه، که څه هم د autistic شخص په ماغزو کې ګډوډي وي، خو په ډېری پېښو کې هغوی خپل داخلي احساسات نشي څرګندولی او په لوړ غږ مرسته وغواړي بر عکس ډېر آرام ښکاري .
موږ سره داسې ځواک شته چې د ناآرامۍ پر مهال راسره مرسته کوي، چې د آرامۍ احساس وکړو.
ممکن و نه غواړو ځوروونکي شیان وګورو، عموماً د خپګان په وخت کې خپل نوکان خورو، له خپلو شونډو په غاښونو پوستکی پرې کوو او داسې نور.
په ورته ډول autistic کسان هم له ځان سره د مرستې او د سختو حالاتو سره د مقابلې لپاره ځینې کړنې په پام کي نیسي.
په آوتیستیک ماشومانو کې هغه څه، چې ښکاره دي په داسې حالاتو کې تکراري یا کلیشهیي کړنې کوي.
آوتیستیک ماشومان اکثراً نشي کولای خپل داخلي احساسات د کلمو، د څېرې او بدن د حالت په بدلون او یا هم لمس سره ښکاره کړي.
له همدې امله خلک فکر کوي چې دوی له ټولو ګوښي یا منزوي دي.
که پر دغو کوچنیانو مهرباني او لورینه و نه لرو او له پامه یې وغورځوو، ښایي حالت یې نور هم خراب شي.
په اوتیزم اخته کوچنیان ملګرو ته اړتیا لري، چې د پیژندلو او درک لپاره یې وخت ورکړي او دوی ته غوږ ونیسي.
په اوتیزم اخته کوچنیان ناروغ یا معلول نه بلکې د نړۍ په اړه بېل لیدلوری لري، چې تر دوی پورې محدود دی.





















