بلوچستان کې د ښوونځي ماشومانو پر لېږدوونکي بس د برید پر سر د پاکستان، هند او د طالبانو د حکومت ناندرۍ

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

د بلوچستان په 'خضدار' سیمه کې نن چهارشنبه (د مې۲۱مه) سهار د زدکوونکو پر یوه بس چاودنه شوې. د بلوچستان صوبايي حکومت وايي چې په برید کې د څلورو ماشومانو په ګډون شپږ تنه وژل شوي او ګڼ نور ژوبل دي.

د خضدار ولسوالۍ د کمیسار مرستیال یاسر اقبال دشتي بي‌بي‌سي ته ویلي چې دا برید په خضدار ښار کې سهار وختي هغه مهال وشو چې د ښوونځي زدکوونکو یوه لېږدوونکي بس د ښار له بېلابېلو سیمو ماشومان خېژول چې ښوونځي ته یې ورسوي.

د ښاغلي دشتي په وینا، کله چې بس "صفري نقطې" ته ورسېد نو چاودنه ورپسې وشوه.

دی وايي چې "ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوي، د پېښې په اړه پلټنې روانې او شواهد په راټولېدو دي."

د خضدار تاڼې یوه افسر بي‌بي‌سي ته ویلي چې په دې چاودنه کې بس او تر څنګ یې یو وړوکی ګاډی هم په بشپړ ډول له منځه تللی.

هغه ویلي چې د پېښې پلټنه روانه ده خو داسې ښکاري چې چاودېدونکي توکي به په واړه موټر کې وو او په وینا یې، اوس به دا روښانه کېږي چې چاودنه د 'ریموټ کنټرول بم' په مرسته شوې او که دا به ځانمرګی برید و.

"په بس کې ۴۶ زدکوونکي سپاره وو"

خو د پولیسو یو ځايي چارواکی بیا وايي چې چاودنه له بس سره د واړه موټر له ټکر سره رامنځ‌ته شوې.

د پېښې په ځای کې د پولیسو یوه چارواکي د بي‌بي‌سي اردو خبریال عثمان زاهد ته ویلي، په کومه سیمه کې چې برید شوی هغه د خضدار له ښاره شاوخوا لس کیلومتره لرې ده.

دغه چارواکي زیاته کړې، "یوه واړه ګاډي د ښوونځي بس سره ټکر وکړ چې په ترڅ کې یې چاودنه رامنځ‌ته شوه او بس په بشپړ ډول له منځه لاړ. په بس کې شاوخوا ۴۰ ماشومان سپاره وو. موږ د پيښې ځای ته ورغلو او ټپيان مو روغتون ته ولېږدول."

د بلوچستان اعلی وزیر سرفراز بوګټي ویلي په دغه بس کې ۴۶ ماشومان سپاره وو چې له ډلې یې څلور وژل شوي او نور ټول ژوبل دي.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو ادارې یا ای‌اېس‌پي‌ار په دغه برید کې د درو ماشومانو په ګډون د پنځو کسانو د وژل کېدو او د ګڼو نورو زدکوونکو د ژوبلېدو پخلی کړی.

پاکستان د ملامتیا ګوته هند ته نیولې

تر اوسه د دغه برید مسؤلیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د دغه هېواد پوځ دا برید غندلی او پر هند یې تور پورې کړی چې ګواکې "په هند کې ترهګر سازمان په بلوچستان کې د دوی لپاره د جګړه کوونکو په لاس دا برید کړی دی."

په همدې حال کې ای‌اېس‌پي‌ار ویلي، "په خضدار کې د زده کونکو ماشومانو موټر په نښه کول د هند د ترهګرۍ یو بل ناځوانه برید دی."

د هند بهرنیو چارو وزارت د پاکستان له خوا پر هند د خضدار د ښوونځي بس برید کې د لاس لرلو تورونه رد کړي دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندھیر جیسوال ویلي دي: "هند د پاکستان هغه بې بنسټه تورونه ردوي چې وایي هند په خضدار پېښه کې لاس لري. هند د ټولو هغو پېښو له امله چې مرګ ژوبله پکې شوې وي، خواشینی دی." دغه وزارت ویلي "پاکستان عادت دی چې خپلې ټولې کورنۍ ستونزې پر هند پورې وتړي."

د طالبانو د حکومت غبرګون

د بلوچستان د دغه برید په تړاو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر اېکس (پخواني ټوېټر) دا برید غندلی او د پاکستاني چارواکو هغه ادعا یې رد کړې چې وايي دغه ډول بریدونه افغانستان پورې تړلي دي.

نوموړي پر اېکس په پښتو او اردو ژبو دوو لنډو پیغامونو کې لیکلي: "د پاکستان بلوچستان په خضدار سیمه کې د ښوونځي په بس موټر برید چې د ګڼو ماشومانو د مرګ ژوبلې سبب شوه په کلکه غندو. په ماشومانو او ملکي وګړو برید په هیڅ صورت د توجیه وکړ نه ده. خو په عینې حال کې د پاکستاني چارواکو هغه ادعا چې دغه راز بریدونه په افغانستان پورې تړي په کلکه ردوو".

مجاهد وايي، پاکستان باید له بې‌بنسټه ادعاوو ډډه وکړي:‌ "پاکستاني چارواکي باید بې له کوم دلیل او توجیه څخه د پېښو مسئولیت پر افغانستان وانه اچوي. اسلامي امارت هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د چا په وړاندې استعمال شي. او د داسې ادعاوو لپاره هېڅ ډول دلیل هم وجود نه لري".

پاکستان کې د امريکا د سفارت چارو مشر نيټلي بيکر په خضدار کې د ماشومانو پر لېږدوونکي بس دا برید غندلی او ویلي یې دي چې "موږ د پاکستان له مشرانو سره په ګډه د بلوچستان په خضدار کې د ښوونځي پر بس بې‌رحمانه او ظالمانه برید غندو".

خضدار چېرې دی؟

خضدار ښار د بلوچستان له پلازمېنې کوټې شاوخوا ۳۰۰ کلیومتره لرې د کوټې-کراچۍ لویې لارې ته څېرمه په جنوب لوېدیځ کې پروت دی.

دا تر کوټې وروسته د بلوچستان تر ټولو ستر ښار بلل کېږي. د بلوڅانو بېلابېل قبایل پکې اباد دي او په وروستیو کې د تاوتریخوالي له کبله هم زیانمن شوی دی.

څه موده مخکې د خضدار ولسوالۍ یا ضلعې اړوند 'صمند' کې د 'لیويز' ځواکونو پر یوه پوسته برید وشو چې څلور تنه یې پکې ووژل شول.

په تېره جنورۍ میاشت کې یې د بلې سیمې 'شهداد کوټ' کې پر یوه مساپر وړونکي بس برید وشو چې چارواکو پکې د یو تن د وژل کېدو او د ګڼو نورو د ژوبلېدو خبر ورکړی و.

د رپوټونو له مخې، روان کال د خضدار دوو سیمو 'زهري' او 'اورناچ' ته ګڼ وسله‌وال ورغلي او څو ساعته یې هغلته تېر کړي وو. دوی په دغو دواړو سیمو کې د پولیسو او لیويز ځواکونو له تاڼو وسلې هم ورسره وړې وې او دفترونو ته یې اور ور ورته کړی و.