بلوچستان کې د ښوونځي ماشومانو پر لېږدوونکي بس د برید پر سر د پاکستان، هند او د طالبانو د حکومت ناندرۍ

د عکس سرچینه، Abdullah Shahwani
د بلوچستان په 'خضدار' سیمه کې نن چهارشنبه (د مې۲۱مه) سهار د زدکوونکو پر یوه بس چاودنه شوې. د بلوچستان صوبايي حکومت وايي چې په برید کې د څلورو ماشومانو په ګډون شپږ تنه وژل شوي او ګڼ نور ژوبل دي.
د خضدار ولسوالۍ د کمیسار مرستیال یاسر اقبال دشتي بيبيسي ته ویلي چې دا برید په خضدار ښار کې سهار وختي هغه مهال وشو چې د ښوونځي زدکوونکو یوه لېږدوونکي بس د ښار له بېلابېلو سیمو ماشومان خېژول چې ښوونځي ته یې ورسوي.
د ښاغلي دشتي په وینا، کله چې بس "صفري نقطې" ته ورسېد نو چاودنه ورپسې وشوه.
دی وايي چې "ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوي، د پېښې په اړه پلټنې روانې او شواهد په راټولېدو دي."
د خضدار تاڼې یوه افسر بيبيسي ته ویلي چې په دې چاودنه کې بس او تر څنګ یې یو وړوکی ګاډی هم په بشپړ ډول له منځه تللی.
هغه ویلي چې د پېښې پلټنه روانه ده خو داسې ښکاري چې چاودېدونکي توکي به په واړه موټر کې وو او په وینا یې، اوس به دا روښانه کېږي چې چاودنه د 'ریموټ کنټرول بم' په مرسته شوې او که دا به ځانمرګی برید و.
"په بس کې ۴۶ زدکوونکي سپاره وو"

د عکس سرچینه، Socialmedia
خو د پولیسو یو ځايي چارواکی بیا وايي چې چاودنه له بس سره د واړه موټر له ټکر سره رامنځته شوې.
د پېښې په ځای کې د پولیسو یوه چارواکي د بيبيسي اردو خبریال عثمان زاهد ته ویلي، په کومه سیمه کې چې برید شوی هغه د خضدار له ښاره شاوخوا لس کیلومتره لرې ده.
دغه چارواکي زیاته کړې، "یوه واړه ګاډي د ښوونځي بس سره ټکر وکړ چې په ترڅ کې یې چاودنه رامنځته شوه او بس په بشپړ ډول له منځه لاړ. په بس کې شاوخوا ۴۰ ماشومان سپاره وو. موږ د پيښې ځای ته ورغلو او ټپيان مو روغتون ته ولېږدول."
د بلوچستان اعلی وزیر سرفراز بوګټي ویلي په دغه بس کې ۴۶ ماشومان سپاره وو چې له ډلې یې څلور وژل شوي او نور ټول ژوبل دي.
د پاکستان پوځ د عامه اړیکو ادارې یا ایاېسپيار په دغه برید کې د درو ماشومانو په ګډون د پنځو کسانو د وژل کېدو او د ګڼو نورو زدکوونکو د ژوبلېدو پخلی کړی.
پاکستان د ملامتیا ګوته هند ته نیولې

د عکس سرچینه، Abdullah Shahwani
تر اوسه د دغه برید مسؤلیت چا په غاړه نه دی اخیستی.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د دغه هېواد پوځ دا برید غندلی او پر هند یې تور پورې کړی چې ګواکې "په هند کې ترهګر سازمان په بلوچستان کې د دوی لپاره د جګړه کوونکو په لاس دا برید کړی دی."
په همدې حال کې ایاېسپيار ویلي، "په خضدار کې د زده کونکو ماشومانو موټر په نښه کول د هند د ترهګرۍ یو بل ناځوانه برید دی."
د هند بهرنیو چارو وزارت د پاکستان له خوا پر هند د خضدار د ښوونځي بس برید کې د لاس لرلو تورونه رد کړي دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندھیر جیسوال ویلي دي: "هند د پاکستان هغه بې بنسټه تورونه ردوي چې وایي هند په خضدار پېښه کې لاس لري. هند د ټولو هغو پېښو له امله چې مرګ ژوبله پکې شوې وي، خواشینی دی." دغه وزارت ویلي "پاکستان عادت دی چې خپلې ټولې کورنۍ ستونزې پر هند پورې وتړي."
د طالبانو د حکومت غبرګون
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د بلوچستان د دغه برید په تړاو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر اېکس (پخواني ټوېټر) دا برید غندلی او د پاکستاني چارواکو هغه ادعا یې رد کړې چې وايي دغه ډول بریدونه افغانستان پورې تړلي دي.
نوموړي پر اېکس په پښتو او اردو ژبو دوو لنډو پیغامونو کې لیکلي: "د پاکستان بلوچستان په خضدار سیمه کې د ښوونځي په بس موټر برید چې د ګڼو ماشومانو د مرګ ژوبلې سبب شوه په کلکه غندو. په ماشومانو او ملکي وګړو برید په هیڅ صورت د توجیه وکړ نه ده. خو په عینې حال کې د پاکستاني چارواکو هغه ادعا چې دغه راز بریدونه په افغانستان پورې تړي په کلکه ردوو".
مجاهد وايي، پاکستان باید له بېبنسټه ادعاوو ډډه وکړي: "پاکستاني چارواکي باید بې له کوم دلیل او توجیه څخه د پېښو مسئولیت پر افغانستان وانه اچوي. اسلامي امارت هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د چا په وړاندې استعمال شي. او د داسې ادعاوو لپاره هېڅ ډول دلیل هم وجود نه لري".
پاکستان کې د امريکا د سفارت چارو مشر نيټلي بيکر په خضدار کې د ماشومانو پر لېږدوونکي بس دا برید غندلی او ویلي یې دي چې "موږ د پاکستان له مشرانو سره په ګډه د بلوچستان په خضدار کې د ښوونځي پر بس بېرحمانه او ظالمانه برید غندو".
خضدار چېرې دی؟

د عکس سرچینه، ABDULLAH SHAHWANI
خضدار ښار د بلوچستان له پلازمېنې کوټې شاوخوا ۳۰۰ کلیومتره لرې د کوټې-کراچۍ لویې لارې ته څېرمه په جنوب لوېدیځ کې پروت دی.
دا تر کوټې وروسته د بلوچستان تر ټولو ستر ښار بلل کېږي. د بلوڅانو بېلابېل قبایل پکې اباد دي او په وروستیو کې د تاوتریخوالي له کبله هم زیانمن شوی دی.
څه موده مخکې د خضدار ولسوالۍ یا ضلعې اړوند 'صمند' کې د 'لیويز' ځواکونو پر یوه پوسته برید وشو چې څلور تنه یې پکې ووژل شول.
په تېره جنورۍ میاشت کې یې د بلې سیمې 'شهداد کوټ' کې پر یوه مساپر وړونکي بس برید وشو چې چارواکو پکې د یو تن د وژل کېدو او د ګڼو نورو د ژوبلېدو خبر ورکړی و.
د رپوټونو له مخې، روان کال د خضدار دوو سیمو 'زهري' او 'اورناچ' ته ګڼ وسلهوال ورغلي او څو ساعته یې هغلته تېر کړي وو. دوی په دغو دواړو سیمو کې د پولیسو او لیويز ځواکونو له تاڼو وسلې هم ورسره وړې وې او دفترونو ته یې اور ور ورته کړی و.






















