تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
استانبول کې د افغان کړکېچ اواري لپاره له ځینو افغان سیاستوالو سره د توماس وېسټ لیدنه
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي، چې د افغان کړکېچ د اواري لپاره باید د تاوتریخوالي پر ځای د خبرو اترو لار غوره کړل شي.
توماس وېسټ دا خبره په داسې وخت کې کړې، چې سیمې ته یې د خپل تازه سفر په لړ کې په استانبول کې له یو شمېر افغان سیاستوالو او مدني فعالانو سره کتلي دي.
ښاغلي وېسټ استانبول کې له جلا وطنو افغان سیاستوالو او د مدني ټولنو له ځینو غړو سره د خپلې تازه کتنې انځورونه خپاره کړي او وايي له دوی سره یې افغانستان کې د شته ننګونو په تړاو سلا مشورې کړې.
توماس ویست پر خپل ټوېټر پاڼې د وحدت اسلامي ګوند د خلیلي څانګې مشر کریم خلیلي، د جمعیت اسلامي مشر صلاح الدین رباني، د عبدالرشید دوستم زوی باتور دوستم، د مارشال فهیم زوی ادیب فهیم، د اقتصاد پخواني وزیر مصطفی مستور چې د سولې د پخواني کمیسیون مشر عبدالله عبدالله ته نژدې کس بلل کېږي، جمعه خان همدرد او یو شمېر ښځینه فعالانو سره د خپلو ناستو انځورونه خپاره کړي.
ښاغلی وېسټ وايي موږ باید د افغانستان په تړاو د خپلې تګلارې په اړه له افغانانو سره سلا مشورو ته دوام ورکړو.
د امریکا دغه ځانګړي استازي ویلي، له افغان سیاستوالو او فعالانو سره یې په خپلو کتنو کې، د طالبانو د پرېکړو په تړاو د هغوی ژورې اندېښنې اورېدلې، په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو د حقونو ، کار، زدکړې او د هغوی د راتلونکې به تړاو.
خو ښاغلي وېسټ وايي دوی د سوله ییز حل غوښتونکي و. نوموړی زیاتوي خبرې اترې د پرمختګ غوره لار ده نه تاوتریخوالی.
د امریکا ځانګړي استازي ويلي افغان سیاستوالو او فعالینو سره خبرو کې یې، افغانانو ته د امریکا پر تلپاتې ژمنتیا او افغانستان کې د بشري کړکېچ هوارۍ لپاره له نورو غاړو سره یې د کار لپاره د هېواد پر هوډ ټینګار کړی او همداراز یې څرګنده کړې چې امریکا د افغانستان د راتلونکې په تړاو د د افغانانو د خپلمنځیو خبرو ملاتړ کوي.
توماس وېسټ استانبول ته له سفر وړاندې دوحه کې د افغانستان په تړاو جوړې شوې یوې ناستې کې هم ګډون کړی و او عربي اماراتو کې یې هم یو شمېر سیاستوالو سره کتلي و.
د چارو ځینو څارونکو سیمې ته د ښاغلي ویست پر سفر او پخوانیو افغان چارواکو او سیاستوالو سره یې پر کتنو نیوکې کړې او سپارښتنه یې کړې چې دا راز سلا مشورې باید له افغان متخصصینو او پوهانو سره وشي.