پاریس کې پر سیلانیانو د چړې برید کې یو تن وژل شوی دوه نور ټپیان دي

پاریس

د عکس سرچینه، REUTERS

د خپرېدو وخت

په مرکزي پاریس کې یوه تن د چړې او څټک په برید کې وژل شوی او دوه تنه نور ژوبلېدلي دي. پېښه د پاریس ایفل برج ته څېرمه شوې ده.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر جرالډ درمانین ویلي بریدګر ایفل څلي ته څېرمه د (کو دي ګرنل) په چم ګاونډ‌ کې سیلانیان په نښه کړي.

دی وايي، ۲۶ کلن فرانسوی چې امنیتي سازمانونو ته یې کار کاوه پېژندل شوی او نیول شوی دی.

نوموړی وايي، مشکوک یوه بهرني سیلاني ته نژدې شوی او یو جرمنی وګړی یې د چړې په برید وژلی دی.

هغه زیاتوي، دغه سړی چې د پولیسو تر څار لاندې و، دوو نورو کسانو ته نژدې شوی او د څټک برید یې پرې کړی دی خو پولیسو هغه په برقي ډنډې درولی او نیولی دی.

ښاغلی درمانیان زیاتوي، مشکوک بریدګر د "الله اکبر" نارې وهلې او او بیا یې پولیسو ته ویلي ځکه بې تابه و چې "په افغانستان او فلسطین کې ډېر مسلمانان وژل کېږي."

دی زیاتوي، چې مشکوک په ۲۰۱۶ کال په یوه بل برید کې ټپي شوی او بیا په څلور کاله زندان محکوم شوی هم و او د فرانسې د امنیتي سازمانونو د څارنې نوملړ کې و.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ویلي، دغه سړي وړاندې د رواني ستونزو سابقه هم لرله.

د شنبې په شپه پولیسو د بیر-حکیم میترو اډې شاوخوا عملیات وکړل او له خلکو یې غوښتي چې دې سیمې ته له ورتګه ډډه وکړي.

د فرانسې د ترهګرۍ ضد څارنوالۍ دفتر ویلي، ددغې پېښې د څېړلو مسؤلیت یې پر غاړه دی.

د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون پر (اېکس) لیکلي، له هغو خلکو سره غمشریکي کوي چې دغه برید بوږنولي دي او د امنیتي سازمانونو مننه یې کړې ده.‌

ده ویلي: "د ترهګرۍ ضد څارندویه دفتر اوس ددې مسلې د ارزونې مسؤلیت لري چې د فرانسې خلکو ته عدالت پلی شي".