ملګري ملتونه وايي طالبان د ترهګرو ډلو پر ځپلو نه دي توانېدلي

د عکس سرچینه، @UNAMAnews
د امنیت شورا غونډې ته پر افغانستان د ملګرو ملتونو د استازولۍ "یوناما" مشرې خپل چمتو کړي رپوټ کې له هغه څه اندېښنه وښوده چې وايي طالبان نه دي بریالي شوي هېواد کې د "اسلامي دولت" نومې (داعش) او نورې توندلارې ډلې وځپي.
مېرمن روزا اوتونبایوا وویل "طالبان پر واګو ولکه لري، خو نه دي توانېدلي د ترهګرو ډلو خلاف د ډاډ وړ مبارزه وکړي. په وروستیو کې د (داعش) خراسان څانګه چې له توندلارې "اسلامي دولت" نومې ډلې سره تړاو لري د روسیې او پاکستان په سفارتونو او پر هغه هوټل بریدونه وکړل چې چینايي وګړي پکې مېشت وو".
مېرمن اوتونبایوا پر ډیورنډ لیکه د افغان او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ د شخړو او نښتو ډېرېدا هم اندېښمنوونکې وبلله.
هغې د طالبانو له لوري خلکو ته په ډاګیز ډول د سزا چې د ډیسمبر په ۷ نېټه د قصاص لومړنۍ پرېکړه په فراه کې پلې شوه وویل د طالبانو مشرانو د ملګرو ملتونو د استازو له لوري په روښانه ټکو ویل شوي چې پر دا بڼو د سزاګانو پلي کول او عام محضر کې اعدامونه د نړیوالو بشري حقونو خلاف کړنه ده".
جوته ده چې په دغو مسلو کې د اوسنیو چارواکو او یوناما ترمنځ د نظر سخت اختلاف شته.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ Facebook پای
د یوناما مشرې د ښځو د حقونو تر پښو لاندې کېده د افغانستان یوه بله ننګونه یاده کړه او ټینګار یې لاره چې د زدکړو، کار او فردي ازادیو په برخه کې باید پر افغان مېرمنو د طالبانو له لوري لګول شوي محدودیتونه د منلو وړ نه دي.
د ملګرو ملتونو د استازولۍ یوناما مشرې د ټیکاو لپاره افغان خپلمنځۍ خبرې مهمې وبللې څه چې وايي طالبانو یې شونتیا رد کړې، خو ملګري ملتونه لا هم خپلې هڅې روانې ساتي.
د رپوټ اورونې پر مهال د ملګرو ملتونو دغه استازې وویل له تېر سپتمبر راهېسې یې ګڼو ولایتونو ته سفرونه کړي او ورته مالومه شوې چې اقتصادي کړاو او د ژوند لومړنۍ اړتیا د خلکو د ستونزو په سر کې دي:
"څه چې پر ما ډېر اغېز وکړ د افغانانو بدمرغۍ وې چې څومره په بې وزلۍ او بد ژوند کې پايي. ددغو لیدنو پر مهال ډېرو راته ویل په سختۍ ژوندي پاتې دي".
مېرمن اوتونبایوا د طالبانو واکمني د بشري مرستو رسولو چاره کې په لاس اړولو ښه یاده کړه او ویې ویل ځینې مثبت ټکي هم شته چې اوس مهالې واکمني لري یوه دغو ټکو د پرځېدلي افغان جمهوریت پرتله د اداري فساد کچې د پام وړ ټېټېده دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
غونډې ته د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې آنیکن هویتفلډ له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې پر ناورین ورګډو افغانانو سره دې بشري مرستې ډېرې کړي.
هغې وویل "افغانان له یوه بل سخت ژمي سره مخ دي. خلک لوږه او ساړه ګالي. د هېواد دوه پر درې سلنه وګړي بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري، دا حالت په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو لپاره ډېر سخت دی".
د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د یوناما له اندېښنو سره په لږ ساعت واټن کې طالبانو نجونو لپاره د پوهنتوني زده کړو ځنډونې امر هم خپور کړی چې ګڼ افغانان یې سخت غوسه کړي دي.
ډېرو افغانانو په شتو کړاوونو کې د افغانو نجونو لپاره دا یوه بل ننګوونکی کړاو بللی چې نه یوازې په اوس کې، بلکې راتلونکی یې له تیاره حالت سره مخ کولی شي.





















