طالبان: پاکستان تر کوچني اختر مخکې د بندي افغانانو د خلاصون ډاډ راکړی

متقي او بلاول بوټو

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

له هغو زرګونو افغانانو چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د نورو هېوادونو تر منځ پاکستان ته له تګ سره د اسنادو د نشتوالي په پلمه زندانونو ته اچول شوي لا هم ګڼ يې په بندونو کې دي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت له دې وړاندې ویلي وو چې له دغو بندیانو شاوخوا دوه زره يې خوشي شوي او هېواد ته ستانه شوي.

له دې وړاندې تمه ښودل شوې وه چې له روژې وړاندې به يې پاتې بندیان هم خوشي شي.

خو لا هم د پاکستان په بندونو کې په ناوړه شرایطو کې د د دغو افغان بندیانو د شتون ريپوټونه ورکول کېږي.

د ریپوټونو له مخې دغه بندیان دا شکایت هم کوي، چې په زندانونو کې له خورا ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او ان د روژې په میاشت کې خواړه هم نه ورکول کېږي.

اوس، د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت سرپرست د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري سره په یوه ټیلیفوني اړیکه کې له هغه غوښتي چې پاتې افغان بندیان دې له کوچني اختر وړاندې خوشي کړي.

د دغه وزارت د یوه ویاند ضیاء احمد تکل په وینا چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هم د دغو افغانانو د خوشي کولو ډاډ ورکړی.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

د دغو نیول شوو او بندي شوو افغانانو کره شمېره معلومه نه وه، اوس هم د پاتې بندیانو کره شمېر معلوم نه دی. د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د افغانانو د نیول کېدو او بیا یې د بندي او له بنده د خوشي کېدو بهیرونه هم توپیر کوي.

خو په پاکستان کې د بشري حقونو یوه فعاله او مدافع وکیله، منیزه کاکړ، وايي یوازې د سند ایالت د کراچۍ او حیدر اباد ښارونو په زندانونو کې لږ تر لږه سل افغانان لا هم بندیان دي.

آغلې کاکړ وايي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په کچه دا ژمنه کولی شي له مخې يې دغه بندیان آزاد او خپلو کورونو ته بېرته ستانه شي.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره د افغان کډوالو تازه جوپې د نورو هېوادونو تر منځ پاکستان ته هم ورغلې چې پکې ګڼو دغو افغانانو د سفر یا هلته د قانوني اوسېدو اسناد نه لرل. که څه هم ریپوټونه وايي چې په بندي شوو افغانانو کې داسې کسان هم شته چې اسناد هم لري.

خوشي شوي افغان بندیان

د عکس سرچینه، @nmic8

د عکس تشریح، د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت له دې وړاندې ویلي وو چې له دغو بندیانو شاوخوا دوه زره يې خوشي شوي او هېواد ته ستانه شوي.

پاکستان کې د افغان کډوالو قومي مشرانو دا هم ویلي چې د پاکستان سند ایالت په څېر په خیبر پښتونخوا، بلوچستان او پنجاب ایالتونو کې هم د قانوني اسنادو نه لرلو په تور زرګونه افغانان بندیان شوي.

تېر کال پر خواله رسنيو د پاکستان په زندانونو کې د بندي افغان کډوالو په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو خپرو شويو عکسونو پراخ غبرګونونه راوپارول. د دغو بندیانو د ناوړه حالت تر څنګ د ناروغیو له امله د یو شمېر افغان بندیانو د مړينې ریپوټونه هم ورکړل شوي. د ملګرو ملتونو د کډوالو کمېنشرۍ (يو اېن اېچ سي ار) هم په تېره بیا په سند ایالت کې د بندي افغانانو پر وضعيت اندېښنه ښودلې وه.

که څه هم رسمي شمېرې معلومول یې سخت کار دی خو ویل کیږي په ایران او پاکستان کې تر ټولو ډېر افغانان بندیان دي.

په پاکستان کې په رسمي ثبت شوو او ناثبت شوو نږدې درې مېلیونه افغان کډوالو سربېره ګڼ هغه کسان هم په هغه هېواد کې مېشت دي چې لویدیځو هېوادونو ته د تګ هڅه کوي.