"د طالبانو حکومت کابل ته د پاکستان چارسمبالي سفیر د ستنېدو غوښتنه کړې"

متقي او بوټو

د عکس سرچینه، HAFIZ ZIA AHMAD TWITTER

د عکس تشریح، پاکستاني خبریالان وايي، بلاول بټو هم ښاغلي متقي ته ډاډ ورکړی چې یاد لوړ پوړی دیپلومات به له را روان کوچني اختر وروسته کابل ته ستون شي
    • Author, ملائکه احمدزۍ
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

پاکستاني چارواکي وايي، د طالبانو د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال بلاول بټو څخه غوښتي چې کابل ته دې د پاکستان چارسمبالی سفیر/ شارژدافیر بېرته ور واستوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بټو او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي پرون یکشنبه تیلیفوني خبرې کړې دي.

کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ضیا احمد تکل پرته له دې د پاکستاني سفیر د وربللو خبره وکړي، بي بي سي پښتو پاڼې ته وویل "د دیپلماتیکو اړیکو ودې لپاره او د سفارت اړوند موضوعاتو باندې خبرې شوې دي."

پاکستاني خبریالان وايي، بلاول بټو هم ښاغلي متقي ته ډاډ ورکړی چې یاد لوړ پوړی دیپلومات به له را روان کوچني اختر وروسته کابل ته ستون شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دواړو لوریو پر "بېلا بیلو موضوعاتو خبرې کړې دي." خو په دغه اعلامیه کې نور جزییات نه دي خپاره شوي.

د پاکستان سفارت چارسمبالی

د عکس سرچینه، PAK EMBASSY

د عکس تشریح، افغانستان لپاره د پاکستان شارژدافیر عبیدالرحمن نظاماني شاوخوا پنځه میاشتې مخکې کابل کې د پاکستان پر سفارت د برید له کبله خپل هېواد ته ستون شوی و

افغانستان لپاره د پاکستان شارژدافیر عبیدالرحمن نظاماني شاوخوا پنځه میاشتې مخکې کابل کې د پاکستان پر سفارت د برید له کبله خپل هېواد ته ستون شوی و.

دغه برید د ۲۰۲۲ کال دسمبر میاشتې په دویمه وشو او د پاکستان شارژدافیر د همدې میاشتې په پنځمه له افغانستانه خپل هېواد ته ستون شو.

د پاکستان په سفارت د برید پړه داعش ډلې په غاړه اخیستې وه.

بل خوا پاکستاني سرچینو او طالب چارواکو خبریالانو ته ویلي، چې د طالبانو بهرنیو وزیر امیرخان متقي د را روانې مې میاشتې په لومړیو کې پاکستان ته سفر کوي.

افغانستان کې د طالبانو یوې سرچینې هم پاکستان ته د ښاغلي متقي د سفر خبر تایید کړی خو دا نه وايي چې کله به اسلام اباد ته سفر کوي.

د طالبانو د حکومت او پاکستاني لوري ترمنځ دا وروستیو کې ناندرۍ ډېرې شوې ښکاري.

ځینې شنونکي د پاکستاني طالبانو لخوا د بریدونو زیاتېدل او بلخوا د پاکستان د دفاع وزیر ګوت څنډنه چې ویلي و، د پاکستاني طالبانو پر وړاندې د افغانستان په خاوره کې عملیات کوي لامل ګڼي.

راخوشي شوي افغان بندیان

د عکس سرچینه، @HafizZiaAhmad1

د عکس تشریح، طالبان ادعا کوي، تر هغې وروسته چې په افغانستان کې طالبان واک ته راګرځېدلي، پاکستان کې له ۲ زرو ډېر افغان بندیان د دوی په هڅو راخوشې او خپل هېواد ته ستانه شوې دي

پاکستان ادعا کوي، چې د پاکستاني طالبانو مشران په افغانستان کې پټ دي خو دا ادعا په کراتو د افغانستان له خوا رد شوې ده.

همدارنګه پاکستاني طالبانو هم په کراتو د پاکستان دغه ادعا رد کړې ده.

د یادونې ده چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ د خبرو اترو پیلېدو کوربتوب او منځګړیتوب هم کړی و خو دا خبرې ناکامه شوې.

د ښاغلي متقي او بلاول بټو ترمنځ خبرو کې په پاکستان کې د افغان بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه هم شوې ده.

طالبان ادعا کوي، تر هغې وروسته چې په افغانستان کې طالبان واک ته راګرځېدلي، پاکستان کې له ۲ زرو ډېر افغان بندیان د دوی په هڅو راخوشې او خپل هېواد ته ستانه شوې دي.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د طالبانو جنرال کونسل سید عبدالجبار تخاري وايي، لا هم هلته ۲۶۵ افغانان بندیان دي، چې په وینا یې ماشومان هم پکې شته.