ښځو سره د تاوتریخوالي مخنیوي نړیواله ورځ؛ د افغان ښځو په ملاتړ شپاړس ورځنی کمپاین

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د بښنې نړیوال سازمان د افغان ښځو د حقونو د ملاتړ په موخه سر له ننه تر شپاړسو ورځو کمپاین پیل کړی. نن (شنبه) د نوومبر پنځه ویشتمه له ښځو سره د تاوتريخوالي د منع نړیواله ورځ ده.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، د دې شپاړسو ورځو پرمهال به د افغان بشري حقونو مدافعینو، فعالانو، اعتراض کوونکو، هنرمندانو او سیاستوالو ځانګړي پيغامونه خپروي.

دا کمپاین د دوی په ټکو په افغانستان کې د نجونو او ښځو د "ناوريني حالت" لپاره د دغو فعالانو د وړاندیزي حللارو خپرولو په خاطر دی.

دغه بنسټ وايي، افغان ښځې لا هم د طالبانو لخوا د "جنسیت پر بنسټ" محکومېږي.

یو شمېر افغان ښځینه فعالانو هم د دې ورځې په مناسبت یوه اعلامیه کې یو وار بیا د طالبانو پر حکومت تور پورې کړی چې د افغان ښځو حقونو ته پام نه کوي.

دوی ویلي، په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو له واکمنۍ سره له ښځو سره تاوتریخوالی په "وېروونکي ډول ډېرشوی." دوی دا هم وايي، چې د طالبانو له واکمنېدو سره هېڅ قانون او داسې بنسټ نشته چې د دغه "وحشت" په اړه ځواب و وايي.

خو طالبانو له دې وړاندې دا رد کړې چې ګنې د دوی له واک ته رسېدو سره دې له ښځو سره تاوتریخوالی ډېر شوی وي.

طالب چارواکي ادعا کوي چې د "شریعت" په چوکاټ کې یې افغان ښځو ته ټولو حقونه ورکړي دي.

نوره نړۍ کې حالت څنګه دی؟

ملګرو ملتونو ویلي، په ټوله نړۍ کې ۷۳۶ میلیونه ښځې چې تقریباْ له درېیو ښځو یوه کېږي، لږ تر لږه په ژوند کې یو ځل له فزيکي او جنسي تاوتريخوالي سره مخ شوې.

دا حالت د افغانستان په څېر هېوادونو کې لا اندېښمنوونکی دی چې د ښځو د حقونو فعالان وايي اوس د طالبانو له بیا واکمنېدو سره لا نور خراب شوی.

د ښځو، سولې او امنیت په نامه بنسټ د سږ کال ډلبندي هم چې تازه يې رپوټ خپور شوی ښيي چې په افغانستان کې ښځې د نړۍ د ۱۷۷ هېوادونو تر منځ له تر ټولو بد حالت سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش هم د دغې ورځې په مناسبت ليکلي چې له ښځو سره تاوتریخوالی د بشري حقونو یو ویروونکی نقض او د عامې روغتیا ناورین او د پایېدونکي پرمختګ په مخکې اصلي خنډ دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر ولکر ترک د دې ورځې په مناسبت ليکلي چې مذهب، سیمې او یا هم بل هر دلیل پر بنسټ له ښځو او نجونو سره هر ډول تاوتریخوالی یا ډول توپیر چلند د منلو نه دی.

هغه ویلي چې دې ته باید هېڅ پلمه نه وي او د نابرابرۍ د له منځه وړلو لپاره باید په ګډه کار وکړو.