ایرانی پلاوی په کابل کې 'د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا غږیدلی'

kabul

د عکس سرچینه، Abdul Qahar Balkhi/twitter

د عکس تشریح، د ایران د خراسان رضوي د والي یعقوب علی نظري د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره هم لیدلي.
    • Author, سمیع الله موسی‌زی
    • دنده, بي بي سي،
  • د خپرېدو وخت

ایراني سوداګرو او ځینو چارواکو په کابل کې له طالب چاراکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر پراختیا خبرې کړې او د وزارتونو په کچ یې د ځانګړو کاري ډلو وړاندیز کړی دی.

د ایران د خراسان رضوي د والي یعقوب علی نظري په مشري دا پلاوی په افغانستان کې د طالبانو حکومت له چارواکو سره غږېدلی او د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو له چارسمبالي امیر خان متقي سره یې کتلي دي.

دې وزارت يوه بیان کې ویلي چې نوموړي ایراني پلاوي ته ویلي، د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزې او اقتصادي همکارۍ لپاره شرایط برابر دي.

د خراسان رضوي والي یعقوب علي نظري دې غونډه کې یو ځل بیا د طالبانو او ایران د حکومتونو ترمنځ د وزارتونو په کچه د ځانګړو کاري ډلو د رامنځته کولو یادونه کړې.

ده ویلي په دې سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ لا پراخه شي.

نوموړي له دې وړاندې کابل کې د سوداګرۍ وزارت او سوداګرو سره یوه بله غونډه کې د دې وړاندیز تر څنګ خبر ورکړی وو چې ایران په پام کې لري چابهار بندر کې افغان سوداګرو ته لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته او ګمرکونو کې فعالیت ۲۴ساعته کړي.

د دې ایراني پلاوي د سفر پرمهال د افغانستان د ریل پټلۍ ادارې او د ایران د ریل کنسورسیوم ترمنځ د هرات خواف ریل پټلۍ د دریمې برخې تړون هم لاسلیک شو.

د دې تړون له مخې به د هرات خواف ریل پټلۍ د څلورمې برخې داول فاز کار راتلونکې اونۍ پیل شي.

کابل

د عکس سرچینه، Abdul Qahar Balkhi/twitter

کابل ته د دې پلاوي له سفر سره هممهاله د ایران د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو مشر عليرضا بیګدلي تهران کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو له مشر سره کتلي دي.

ایراني رسنیو رپوټ ورکړی چې ایراني لوري په دې کتنه کې د قونسلي چارو د ښه تنظیم لپاره پر منظمو ناستو او غونډو ټینګار کړی.

بیګدلي د طالبانو پلاوي ته ویلي چې ایران تمه لري د طالبانو حکومت ایران ته په ناقانونه توګه د افغانانو د ورتګ مخنیوي لپاره لا نورې هڅې وکړي تر څو له قانوني لارو تګ راتګ زیات شي.

ایران د سیمې یو له هغو هېوادونو دی چې د طالبانو له حکومت سره توده راشه درشه لري. څه موده وړاندې د هلمند سیند اوبو پرسر اړیکو کې ترینګلتیا معلومېدنه، خو اوس ظاهرا اړیکې بیا تودې شوې او دواړه خواوې هڅه کوي سوداګریزه راکړه ورکړه پراخه کړي.

تهران ته د طالبانو حکومت دا پلاوی داسې مهال سفر کوي چې په دا وروستیو کې ایران کې له افغان کډوالو سره د ځینو خلکو او حکومتي چارواکو د ناسم چلن رپوټونه ورکړل شوي دي.