هغه افغان نانوای ومړ چې ۳۰ کاله یې د بي بي سي پښتو خپرونې ریکارډولې

د خپرېدو وخت

د افغانستان کندهار ولایت محمد حنیف چې تر دوه نیمو لسیزو ډېرې مودې لپاره یې د بي بي سي خپرونې په فیتو کې ثبتولې، مړ شوی دی.

د نوموړي زوم امان سادات د بي بي سي مامون دراني ته ویلي، چې خسر یې محمد حنیف پوپل د دوشنبې په ګهیځ د ناروغۍ له کبله په میرویس روغتون کې سا ورکړه.

سادات زیاتوي، د محمد حنیف فشار لوړ شوی و چې په وینا یې د اعصابو یو رګ یې وچاود. د محمد حنیف جسد د کندهار ښار عیدګاه دروازې سره خپل کور ته څېرمه خاورو ته وسپارل شو. ‌

امان سادات زیاتوي، خسر یې پر افغانستان مین سړی و او پر خپلو دوو لوڼو یې د پوهنتون تر بشپړولو پورې زدکړې کړې دي.

محمد حنیف نژدې ۳۰ کاله د بي بي سي راډیو خپرونې د خپل هېواد د تاریخ د خوندي کولو په موخه په کیسټونو کې ثبت کړې وې.

کله چې بي بي سي په ۲۰۱۹ کال کې د کندهار ښار د عیدګاه دروازې ددغه اوسېدونکي پر دې کار رپوټ جوړاوه، د نوموړي د خټین کور په ځمکتل کې ډېره برخه هغو نژدې پنځو زرو پیتو (کیسټو) ته ځانګړې شوې وه چې د بي بي سي خپرونې یې پکې ریکارډولې.

نوموړي بي بي سي ته ویلي وو چې هر ماښام د بي بي سي د پښتو خبرونو وخت ته په تمه وي چې ثبت یې کړي.

محمد حنیف چې له ۱۳۷۲ هـ ش (۱۹۹۳) کال راهیسې یې د بي بي سي راډیو پښتو خبرونو ثبتولو لړۍ پیل کړې وه، تر ۲۰‍۱۹ کال پورې یې ۴۹۹۴ کیسټې یا پیتې ثبت کړې وې، چې په وینا یې غوښتل یې راتلونکو نسلونو ته د افغانستان یو مستند تاریخ خوندي وساتي.

نوموړي ویلي وو، نژدې ۵۰۰ راډیوګانې او ټایپونه یې د دې خبرونو او مرکو په ثبتولو زاړه کړي دي.