مجاهد؛ د افغانستان بشري وضعیت په اړه رپوټ د طالبانو حکومت "پر ضد پروپاګند" دی

افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان کې د بشري حقونو په تړاو د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ریچارډ بېنېټ د تېرې ورځې څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې "حقیقت نه لري."
نوموړي دغه څرګندونې د اسلامي امارت پر ضد د پروپاګند یوه برخه یاده کړې او ویلي یې دي، د ملګرو ملتونو او نورو لویدیځو بنسټونو له خوا یې د حکومت پر ضد پروپاګند روان دی.
په افغانستان کې د بشري حقونو په تړاو د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورتر ریچارډ بېنېټ پرون دوشنبه ویلي و، د ښځو پر وړاندې تبعیضي چلند د طالبانو د حاکمیت په "مغز او اډیالوژۍ" کې ځای لري.
ښاغلي مجاهد دغه غبرګون ته په ځواب کې پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي:"د افغانستان د وضعیت په اړه د ریچارد بېنېټ راپور د اسلامي امارت پر ضد د پروپاګند یوه برخه ده چې له حقایقو سره سر نه خوري. افغانستان کې اسلامي قوانین پلي دي، په هغو اعتراض له اسلام سره ستونزه ده."

د عکس سرچینه، UN
ښاغلي بېنېټ چې په جینیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۳مه غونډه کې خبرې کولې، له نړیوالې ټولنې وغوښتل په افغانستان کې د طالبانو حکومت له خوا د ښځو او نجونو پر وړاندې تبعیضي چلند او جنسیتي ځورونه د بشریت پر ضد جنایت په توګه په رسمیت وپېژني.
د دغې څلور اونیزې غونډې د پیل په مراسمو کې د یاد سازمان د غړو هېوادونو پر استازو سربېره په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د جمهوريت مهال ټاکل شوي استازي نصیر احمد فایق او د بشري حقونو یو شمېر فعالو افغان ښځو هم خبرې وکړې.
په دغه غونډه کې په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونو په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپورتر ریچارډ بېنټ او د ښځو او نجونو پر وړاندې د تبیعیض کاري ډله ګډ راپور باندې هم اوږده بحثونه وشول.
دغه راپور چې تېره اوونۍ خپور شوی، په کې د افغانستان د ښځو او نجونو د بشري حقونه، محدویتونه، زدکړې، کار او ازادۍ، جنسي ځورونې او له ښځو سره تړلي ګڼ مسایل ارزول شوي وو.
راپور کې راغلي و چې، د طالبانو حکومت افغانستان کې د "جنسیت پر بنسټ د تبعیض تر ټولو افراطي بڼه او عمومي سانسور پلی کړی دی.
د دغه رپوټ په یوه برخه کې ویل شوي، "نن ورځ په افغانستان کې د ښځو او نجونو د سیستماتیک تبعیض یوه تر ټولو ښکاره بېلګه په پرله پسې توګه د فرمانونو، احکامو، اعلامیو او لارښوونو صادرول دي چې د دوی تګ راتګ، لباس، چلند، آزادۍ، تعلیم، کار، روغتیا او عدالت ته د لاس رسي په ګډون، د هغوی حقونه محدودوي."

د عکس سرچینه، UN
د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورټر چې څو ځلې افغانستان ته هم تللی او له طالب چارواکو سره یې بیا بیا لیدلي، ویلی د طالبانو له بیا واکمنۍ راهیسې د روان کال تر مې میاشتې پورې "له ۵۰ ډېر فرمانونه صادر شوي دي" چې لویه برخه یې د ښځو او نجونو په اړه دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورټر د جینوا په غونډه کې له نړۍ وغوښتل د طالبانو حکومت له خوا د افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو ترپښو لاندې کولو پر وړاندې ودرېږي.
نوموړي ویلی، "موږ باید تر خپلې وسې هڅه وکړو په افغانستان کې له ښځو او نجونو تروړل شوي حقونه بېرته ور کړل شي. افغان ښځو، نجونو، نرانو او ځوانانو چې د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوئ؛ موږ در سره یوو او د نړیوالې ټولنې له ټولو غړو هم غواړو له تاسو سره په دغه مبارزه کې ملګري شي."
د ملګرو ملتونو د ځانګړي رپورټر په رپوټ کې دا هم ویل شوي و چې افغان ښځې "اوس په افغانستان کې له سیاسي او عامه ژوند څخه په بشپړ ډول بې برخې دي. په سیاسي دندو کې یوه ښځه هم نشته او په ملکي خدمتونو کې په یو محدود شمېر پاتې دي."
د بشري او ښځو حقونو یو شمېر افغان فعالانو افغانستان کې د طالبانو حکومت له خوا د ښځو د حقونو د تروړل کېدو پر وړاندې په چلند کې نړیواله ټولنه په کم کارۍ تورنه کړه.
وږمه سایل یوه افغانه فعاله چې په اروپايي ټولنه کې د کډوالو ښځو له اروپايي شبکې سره د داوطلبې په توګه کار کوي وايي، "په نورو هېوادونو کې د بشري یا ښځو د حقونو په اړه جدي ګامونه اخیستل شوي دي، خو کله چې خبره د افغانستان شي، یوازې خبرې او بحثونه پرې کېږي. تر ټولو ښه غوراوی پر دوی یعنې د طالبانو پر حکومت د بندیزونو لګول او په بنسټیز ډول د ښځو د حقونو پلي کېدل دي."
نوموړې زياته کړې له یوې خوا داسې خبرې اورو چې ښوونځیو ته د نجونو نه پرېښودل د افغان کلتور برخه ده، خو دا په بشپړ ډول ناسمه خبره ده، له بلې خوا وايي، موږ له طالبانو سره خبرې کوو. ستونزه دا ده چې دوی د افغانستان له وضعیت سره د افغانستان د کلتور مطابق چلند کول غواړي، خو د افغانستان کلتور څه دی؟"

د عکس سرچینه، EBN
ښاغلی بېنېټ په دغه رپوټ کې چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې پرې بحث وشو، د طالبانو د استخباراتو پر ادارې هم نېوکه شوې چې د زدکړو فعالان نیسي او "شکنجه کوي یې."
د رپوټ په پای کې سپارښتنه شوې چې نړیواله ټولنه دې "د افغانستان په وضعیت کې ښکېله پاتې شي او د بشري حقونو د جدي سرغړونو لپاره د حساب ورکولو د ملاتړ لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي."
د طالبانو له حکومته هم غوښتل شوي د ښځو په اړه ټول هغه فرمانونه بېرته واخلي چې د ښځو ټولنیز ژوند محدودوي. خو د طالبانو د حکومت اوسنیو تګلارو ته په پام، لږ تر لږه د اوس لپاره داسې نه ښکاري چې طالبان دې پر ښځو لګول شوي بندیزونه او محدویتونه بېرته واخلي.




















