د ایران ځانګړی استازی: طالبانو ايراني کارپوهانو ته د کجکي ‌بند د ليدو اجازه ورکړې

قمي

د عکس سرچینه، FARSNEWS

د خپرېدو وخت

د افغانستان په چارو کې د ايران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي ويلي، طالبانو ايراني کارپوهانو ته د کجکي بند د ليدو اجازه ورکړې او ژمنه يې کړې چې دا کار به په راتلونکو ۱۵ ورځو کې ترسره شي.

ښاغلي قمي له يوه ايراني تلويزيون سره په مرکه کې ويلي، د طالبانو حکومت هم منلې چې د ايران او افغانستان د تړون له مخې به ايران ته د هلمند اوبو کې حق ورکړل شي.

د ايران صدا او سيما خبري اژانس د ښاغلي قمي د مرکې بشپړ متن خپور کړی.

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې له طالبانو سره د ايران د حقابې په اړه خبرې کوم پړاو ته رسېدلې دي؟ ‌ويلي، "د [طالبانو] د نژدې دوه کلنې واکمنۍ په موده کې موږ د دواړو هېوادونو تر منځ د اوبو پر سره څو ناستې لرلې او افغان لوري‌ وويل، موږ ژمن يوو، کميسيون مو جوړ کړی او ګامونه مو هم اوچت کړي دي، بله خبره دا ده چې اوس افغانستان کې څومره اوبه موجودي دي؟."

د نوموړي‌ په وينا، په کجکي بند کې د اوبو د اندازه کولو د سيستم ستونزه هم د طالبانو د معلوماتو له مخې حل شوې ده.

ښاغلي قمي زیاته کړې، "هغه ژمنې چې اوس شوې د دې لپاره دي چې‌ موږ او زموږ کارپوهان وکولی شي سيمې ته ولاړ شي او انشاالله د اوبو د خوشي کېدو زمینه برابره کړو."

قمي

د عکس سرچینه، IRIBNEWS

ښاغلي قمي د ایران دولتي تلویزون سره خبرو کې هیله ښوولې، "فضا داسې جوړه ده که اوبه موجودې وې، هغه به ایران ته راځي" او زیاته کړې ده چې دا د ایران حق ده او طالبانو هم ورته ډاډ ورکړی، او د دوی دا حق مني.

ښاغلي قمي ویلي، بله ښه خبره دا ده چې د کجګي د بند پر اوبو سربېره په دوامداره توګه واوره هم د ويلې کېدو په حال کې ده چې ورسره اوبه ډېرېږی او طبعي ده چې طالبان به یې راخوشې کوي .

افغانستان کې د طالبانو حکومت لا تراوسه د ښاغلي قومي وروستيو څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی خو تېره مياشت د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له بي بي‌ سي سره په مرکه کې وويل، "دوی نشي کولی د ايران حکومت تخنيکي ټيم ته اجازه ورکړي چې افغانستان ته ورشي او د هلمند سيند کې د اوبو کچه وګوري.

نوموړي ویلي وو، له ايران سره د ۱۳۵۱ کال د اوبو هوکړه ليک کې داسې څه نشته.

متقي

د عکس سرچینه، RTA

د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو سرپرست وزير امير خان متقي په ګډون طالب چارواکو د دواړو هېوادونو تر منځ د اوبو پر تړون ټينګار کړی او د کافي اوبو نشتوالی يې ستونزه ياده کړې ده.

اميرخان متقي ویلي و، اوبه دومره کمې دي چې سیستان ته له رسېدو وړاندې د لارې په اوږدو کې وچېږی.

وړاندې هم ايران له طالبانو غوښتي وو چې کارپوهانو ته يې د اوبو د کچې معلومولو اجازه ورکړي.

د طالبانو حکومت سیاسي کمېسیون چې مشري يې د رياست الوزرا سياسي مرستيال او کفيل مولوي عبدالکبير کوي وايي، له ګاونډیو، په ځانګړې توګه له ایران سره ښې او مثبتې اړيکي غواړي او له دغه هېواد سره ښې اړيکي د "اسلامي امارت" (د طالبانو حکومت) د سياست برخه ده.

دغه کميسيون ويلي، د حقوقي اړخونو په نظر کې نيولو سره د کابل او تهران تر منځ د ۱۳۵۱ هجري لمريز کال شوي تړون ته ژمن دي.

شاوخوا يوه میاشت وړاندې سیستان ته د سفر په مهال د ایران ولسمشر ابراهيم رئيسي د حقابې په اړه په سختو ټکو افغان چارواکو ته خبرداری ورکړی و چې د دواړو هېوادونو تر منځ یې لفظی تاوتریخوالی ډېر کړ او ورپسې نیمروز سره پوله کې د دواړو هېوادونو تر منځ نښتې هم وشوې.

په همدې حال کې کابل او تهران د دواړو هېوادونو د اړیکو د عادي کولو او کړکېچ د کمولو هڅې کړې دي. د ايران د کورنیو چارو وزیر په ګډون ایراني چارواکي ټینګار کوي چې په پولو کې اوس وضعیت ارام دی.