د طالبانو حکومت فراه کې د بخش اباد بند د جوړولو چاري بیا پیل کړې

د عکس سرچینه، Getty Images
افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، د فراه ولایت د بخش اباد بند کارونه چې ولاړ وو، بیرته پیل کړي دي.
دغه خبر د طالبانو په حکومت کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال مهاجر فراهي په خپله ټویټر پاڼه خپور کړی چې په وینا یې د دغه بند کارونه به نن د ده په ټکو، د پرتمینو مراسمو په ترڅ کې پيل شي.
د بخش اباد بند د جوړولو کار له پخوا روان دی خو لومړی ځل دی چې طالبان یي په داسې وخت کې د کار د چټکولو خبره کوي چې له ایران سره یې د هېلمند سیند د اوبو پر سر ناندریو زور اخېستی.
په دې لړ کې تازه د افغانستان لپاره د ایران چارسمبالي سفیر حسن کاظمي قمي ویلي چې که ثابته شي چې طالبان ایران ته د اوبو خپل حق نه ورکوي، نو په وینا یې، باید ځواب یې ووایي.
د ایران رسمي خبري اژانس ایرنا د ښاغلي قمي له قوله وايي، چې ''ایران د بل هر هېواد پرتله افغانانو ته خدمت کړی، خو په وینا یې پروسږ کال تېر کال د طالبانو وینا برعکس نژدې دوه میلیارده مکعبه اوبه ګودرزرې ته بهیدلې دي.''
د ایرنا په رپوټ کې د ښاغلي قمي له قوله زیاته شوې: ''د طالبانو مسلکي کسان وايي، چې د وخت له تېرېدو سره په کمال خان بند کې شپیته سلنه اوبه کمې شوې دي، خو موږ وایو چې زموږ کارپوهان باید د بند له لیدو وروسته د دې خبرې واقعیت وګوري.''
د ښاغلي قمي په خبره هر وخت چې زموږ کارپوهان افغانستان ته لاړ شي، هغه وخت کولای شو، یوه تګلاره وړاندې کړو، او په غوڅ ډول تګلارې ولرو.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د یادونې ده، چې له دې مخکې د ایران بهرنیو چارو وزارت چارواکو هم ویلي، ایران ته د افغانستان هلمند سیند کې د حقابې موضوع کې د طالبانو حکومت دریځ تر هغه ورته "د منلو نه او غیر حقوقي دي" چې تر څو د دوی کارپوهانو پخپله دا "رښتیا" مالوم کړي نه وي.
د افغانستان او ایران تر منځ د اوبو پر سر د راپورته شویو ناندریو په ترڅ کې ایراني چارواکي دا تازه څرګندونې د طالبانو حکومت تر یوې اعلامیې او له بي بي سي سره د اوبو او انرژۍ وزیر مرکې وروسته کوي، چې وايي، د وچکالۍ له کبله د کمال خان بند اوبه کمې دي او ایران ته د ورپرېښودو نه دي. همدا راز یې په خبرپاڼه کې وضاحت ورکړی چې د کجکي بند اوبه هم دومره کمې دي، که پرې یې هم ږدي نو تر ایران به ونه رسېږي.شو.
د افغانستان مخکیني حکومت په فراه ولایت کې پر فراه رود سیند نژدې ۱۳ کاله مخکې د بخش اباد بند چارو په تړاو لومړي له یوه پاکستاني او بیا وروسته ۲۰۱۶ کال کې له یوه ایټالیايي او یوه افغان شرکت سره تړون وکړ.
دغه بند د ۲۷ میګاواټه برېښنا تولید ته زمینه برابروي او له سلو زرو هکتارو ډېره ځکمه خړوبولی شي.



















