تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کابل زنبق څلورلاري کې د خونړي برید شپږم کال؛ د خلکو مړي تر ننه ورک دي
- Author, سید عبدالله نظامي
- دنده, --
- د خپرېدو وخت
د افغانستان د جګړې له یادونو سره د ډېرو ښار مېشتو د ژوند بدې ورځې په چاودنو پیل شوي، او د کلیوالو هغو ژوند د الوتکو پر بمبار کنډو شوی.
د ۱۳۵۷ لمریز کال د غوايي د اوومې تر خونړۍ کودتاه وروسته چې د ډېرو افغانانو په باور افغانستان کې د تېرو پرلپسې کلونو جګړو ته یې لار جوړه کړه، لومړیو کې تر ډېره د شوروي پلوو ځواکونو او روسيي پوځیان بریدونو کې کلیوالې سیمې په نښه وې، ټول وژنې، د کلیو سوځول او نورې پېښې.
حکومت مخالفه ډلو بیا تل د هېواد ښارونه د خپلو لویو بریدونو نښه ګرځولې.
د افغان مجاهدینو خپلمنځیو شخړو خو پلازمېنه کابل بیخي لوټې لوټې کړ.
په تېره شل کلنه جګړه کې هم د طالبانو، حزب اسلامي، داعش او نورو وسله والو ډلو له لوري پر ښارونو دا وړ خونړي بریدونه شوي چې ډېرو پېښو کې لوی ولسي زیان هم اوښتی.
له دغو نه هېرېدونکو پېښو یوه یې د زنبق څلور لاري پېښه وه.
د ۲۰۱۷ کال د مې پر ۳۱مه پر ځايي وخت ۸ بجو او ۲۵ دقیقو موږ د کابل ښار زنبق څلورلاري کې د جرمني سفارت ته څېرمه د یوې لویې چاودنې منځ کې ایسار پاتې شوو.
زموږ موټر د ټانکر بم له ځایه ډېر لیرې نه و.
د لاري امنیتي ساتونکو که دغه امنیتي کمربند کې موږ لږ نور تم ساتلي وای، د ژوند تمه به مو نه وه، هسې خو تر موږ ډېر ور هاخوا خلک د ودانیو منځ کې ټوټه ټوټه شوي و.
امنیتي کامرو ثبت کړې ویډیو کې زموږ فرونر موټر د سره رنګه ټانکر له خوا تېریږي او شیبه وروسته له سیمې لوخړې پورته شي.
زه او زما نور همکاران تر ډېره ځایه په خپلو ټپونو نه پوهېدو. زموږ همکار موټر چلوونکی محمد نذیر چې پر څوکۍ ناست و، پر سر لګېدلی و.
له ډېرو چېغو او سورو سره سره بیا هم هغه مخ راونه ګرځوه.
موږ لکه ناځوانه ملګري د هغه وینلړلی وجود پر هماغه موټر کې پرېښود.
له موټره په وتلو له شاوخوا ودانیو د امنیتي ساتونکو ډزې هم وې، نه پوهېږم څه ډول موږ په دغه ویره، ټپونو او ډزو کې په ځان کشولو تر دفتر ورسېدو.
دفتر ته له رسېدو سره وپوهېدو چې ټپیان یوو. په نوي ښار کې د ثنا په نوم یوه خصوصي روغتون ته یوړل شو.
د روغتون په وره، دالان او دهلیزونو کې ټپیان پر ځمکه پراته وو. وروسته راته وویل شول، د ښار مرکزي سیمو روغتونونو کې د ټپیان شمېر دومره ډیر و چې کټونه ورته نه رسېدل.
همکار مې سید انور جوس راته نیولي و، ورته مې وویل روژه ده.
هغه په غم ورګډه څېره وخندل "روژه دې تر ماتېدو اړولې"
زما د سر او غوږ ټپونو دردونه د استاد نذیز د وینو په لیدو بې هوښه شوي وو، او چې خبر راورسېده هغه شهید شوی، ټول وجود کې مې دردونو شور وکړ.
ځان ته یو ډول خجالت وم چې ولې مې بې وسي دومره وه چې هغه مې تر روغتونه ونه رسوه.
موږ بختور وو چې روغتون ته ورسول شوو، یا دا چې د خپل شهید همکار جسد د هغه کورنۍ ته ورسېد.
د ګڼو قربانیانو جسدونه ورک او ځینې یې بیخي له پېژندلو وتلي وو.
د عبدالمنان په نوم یوه ټرافیک پولیس مړی تر ننه د هغه کورنۍ ته ونه رسېده. د هغه واړه ماشومان د افغانستان د غمېزې هومره د درد لوی انځور دی، چې نه یوازې د کورنۍ یو غړی یې وبایلود، ورسره د هغه د ټولې کورنۍ د روزۍ لار، د ماشومانو د روزنې او پالنې ادرس او څلی هم ونړېده.
دغه پېښه کې ۱۵۰ کسان ووژل شول، سلګونه نور ټپیان شوي وو.
پر هماغه ورځ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد یوه غږیز پیغام کې راته د روغتیا حال اخیستنې او خواخوږۍ پر ټکو ویلي و "ظالمان دې خدای تباه کړي، هر چا چې دا کار کړی وي."
د هغه مهال حکومت د طالبانو حقاني خاښ د دغه برید تا شا باله.
لکه چې په ۹۰ لسیزه کې د برهان الدین رباني د واکمنۍ پر مهال د جهادي ډلو ترمنځ جګړو کې لسګونه زره کابل ښاریان ووژل شول او هېڅ اړخ پرې د بخښنې غوښتنې یا محکمې ته د تګ زړه ښه نه کړ، همداسې د کابل ښار زنبق څلور لاري، شاه شهید سیمې، پر روغتونونو، بانکونو، او نورو عامه ځایونو د چاودونو او په کلیوالو سیمو کې د بمباریو او شپنیو عملیاتو له امله قرباني کورنۍ له انصافه لیرې ساتل شوي.
تر اوسه هېڅوک د انتقالي عدالت او حساب کتاب په اړه څه نه وايي.
جګړه ځپلي افغانان تل د جګړو له ښکېلو خواوو اوري چې ټولو ته بخښنه شوې، خو ولسي غږ تر اوسه په رسمي ډول نه دی پوښتل شوی چې ایا جګړه کونکي بخښي که یا؟