تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د مطيع الله ويسا کورنۍ وايي د هغه روغتيايي وضعيت په اړه اندېښنه لري
افغانستان کې د ماشومانو د زدکړې فعال مطیع الله ویسا کورنۍ وايي د طالبانو له خوا له نیول کېدو وروسته د هغه د روغتیايي وضعیت په اړه ژوره اندېښنه او په دې اړه هېڅ معلومات نه لري چې هغه په څه ډول شرایطو په بند کې ساتل کېږي.
د نوموړي ورور عطاء الله ویسا بي بي سي ته وویل، ورور یې د ټولو پېژندل شویو نورمونو خلاف نیول شوی او غوښتنه کوي چې باید ژر تر ژره خوشي شي.
نوموړي وايي،"دا دي دوه اوونۍ وشوې چې ما او کورنۍ يې مطيع الله ويسا نه دی لیدلی موږ يې د ليدلو غوښتنه لرله خو موږ تراوسه نه ما او کورنۍ يې دا ډاډ ترلاسه کړی چې ورسره وګورو."
مطیع الله ویسا د قلم لارې ټولنې مشر دی او له نژدې پنځلسو کلونو راهیسې د افغانستان په بېلابېلو سیمو په تېره لرې پرتو سیمو کې، زدکړې ته د هڅونې کمپاین چلوي.
نوموړی په دې وروستیو کې له یو شمېر نړیوالو استازو سره کابل کې لیدلي وو او په افغانستان کې يې د نجونو د زدکړې او د طالبانو له خوا د نجونو پر زدکړې د لګول شویو بندیزونو په اړه خبرې کړې وې.
مطیع الله ویسا کابل کې د طالبانو د امنیتي ادارې له خوا داسې مهال ونیول شو چې جنیوا کې یې په یوه نړیواله غونډه کې د ګډون لپاره چمتووالی نیوه.
د هغه ورور عطاء الله ویسا بي بي سي سره خبرو کې د بشري حقونو له نړیواله بنسټونواو نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د ورور په خوشې کولو کې مرسته وکړي.
نوموړي وويل، "زه له ټولو نړيوالو ادارو عدالت غواړم، زما ورور په کوم تور نيول شوی او ولې داسې ساتل کېږي چې کورنۍ يې نه دی ليدلی، زموږ غوښتنه دا ده چې ژر تر ژره يې خوشي کړي."
طالبانو د مطیع الله ویسا د نیونې د لامل په اړه ډېر تفصیل نه دی ورکړی ، خو ویاند یې ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته ویلي چې هغه، د ده په وینا داسې کړنې کولې چې شک پرې کېده نو ځکه د سپيناوي لپاره نیول شوی دی.
ګڼو نړیوالو بنسټونو او د بشري حقونو فعالانو له طالبانو غوښتي چې مطیع الله ویسا او نور فرهنګي او مدني فعالان چې د دوی په بند کې دي خوشې کړي.