تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په افغانستان کې یو بريتانوی وګړي لادرکه شوی؛ طالبان وايي "موږ خبر نه يو"
د بريتانيا د ګارډين په ګډون یو شمېر لوېديځو ورځپاڼو خبر ورکړی، يو بريتانوی وکړی چې ګرانټ بېلي نومېږي او افغانستان کې يې کار کاوه د "طالبانو له خوا نيول شوی" دی.
د ورځپاڼو د رپوټونو له مخې ښاغلی بېلي شاوخوا ۵۰ کاله عمر لري او د انګلنډ د جنوب اوسېدونکی دی چې له ورکېدو مخکې يې افغانستان کې د يوې نادولتي موسسي لپاره کار کاوه.
نوموړی د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته سپټمبر مياشت کې کابل ته ستون شوی و.
د بريتانيا د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند رسنيو ته ویلي، "موږ په افغانستان کې د يوه بريتانوی وګړي له نيول کېدو خبر يوو او د مرستې په موخه مو د هغه له کورنۍ سره اړيکه نيولې ده". د بریتانيا د بهرنيو چارو وزارت چارواکي د ګرانټ بېلي نوم نه دی ياد کړی.
خو د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند احمد الله وثیق بي بي سي ته وویل چې "په دې اړه معلومات نه لري".
يوې سرچينې "ميرور" ورځپاڼې ته ويلي چې نوموړی د امنيتي مشورتي څانګې په چوکاټ کې کار کاوه او د امریکا د بهرنيو چارو له وزارت سره په اړيکه کې و.
سرچينه وايي چې نوموړی تېره ورځ د طالبانو له لوري نيول شوی. هغه دا هم وويل چې طالبانو په افغانستان کې د بهرنيو کارکونکو لپاره د کار شرايط سخت کړي دي.
ګارډين ورځپاڼې لیکلي چې د ګرانټ بېلي نيول د لوېديځو وګړو لپاره چې په افغانستان کې کار کوي د ګواښ ښکارندوي دي.
د طالبانو مرستيال وياند ښاغلي وثيق دا خبره رد کړه چې ګواکې د بهرنیو کارکوونکو لپاره د طالبانو حکومت له خوا شرایط سخت کړل شوي دي. نوموړي زیاته کړه چې د دوی له خوا بهرني بنسټونو تل هڅول شوي چې افغانستان ته ولاړ شي او "مرستندویه کارونه وکړي".
په سلګونو هغه افغانان چې پخوا يې په بهرنيو موسسو، د بریتانيا کونسلګرۍ او بریتانوي ځواکونو لپاره کار کاوه او اوس افغانستان کې پاتې دي وايي د طالبانو له راتګ وروسته پټېدو ته اړ شوی دي.
د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې افغانستان کې د بهرني وګړي د نيول کېدو خبر ورکول کېږي.
د افغانستان په اوسني حالت کې چې له اقتصادي او بشري ناورین سره مخ دی، د بهرنيو کارکوونکو او مرستندويه ادارو پر وړاندې ګواښ له اړمنو خلکو سره د مرستې په برخه کې جدي ننګونې رامنځ ته کولی شي.
وړاندې ملګرو ملتونو او په افغانستان کې مرستندويه هېوادونو خبرداری ورکړی و چې د افغانستان له خراب اقتصادي وضعيت سره هر ډول مرسته به له غير دولتي موسسو او چينلونو له لارې ترسره کېږي.
د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په يوه نوي پرېکړه ليک کې راغلي چې دا شورا افغانستان ته د پيسو او بشري مرستو د لېږلږ بهير اسانوي او په دوامداره توګه به يې څارنه کوي چې مرستې اړمنو کسانو ته ورسېږي او طالبانو ته و نه لېږدول شي.
په ورته وخت کې رويټرز راپور ورکړی و چې ملګري ملتونه په پام کې لري چې په افغانستان کې د خپلو کارکوونکو د ساتنې لپاره د طالبانو د کورنيو چارو وزارت ته نژدې شپږ ميليونه ډالر ورکړي.