طالبانو په هرات کې انټرنېټ کېفې تړلې دي

انټرنېټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغانستان کې د انټرنېټ کاروونکو شمېر میلیونونو کسانو ته رسېږي
د خپرېدو وخت

د افغانستان په لوېدیځ هرات کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن ‌المنکر ریاست لخوا د انټرنېټ کېفې د هغوی په وینا، د ځینو کاروونکو لخوا د غیر اخلاقي وېبسایټونو د کتلو له امله تړل شوې دي.

په کابل کې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ددې خبر پخلی کړی.

د بي بي سي له عنایت الحق یاسیني سره یوه مرکه کې د دې وزات ویاند محمد عاکف مهاجر ویلي چې دا ګام یې د خلکو په غوښتنه پورته کړی دی.

د دې وزارت ویاند وویل چې دا یوه لنډمهاله پرېکړه ده.

له دې وړاندې د انټرنېټ کېفو ځینو مالکانو سیمه ییزو خبري رسنیو ته ویلي وو چې بې له کوم علته ولایتي چارواکو دوی ته د انټرنېټ کېفو د تړلو امر کړی، چې له امله یې له اقتصادی پلوه ډېر اغېزمن شوي دي.

بل لور ښاغلی مهاجر وايي، دوی ته معلومه شوې چې دې کېفې ګانو ته ماشومان او ځینې زلمیان ورتلل، نامناسبې وېبپاڼې یې کتلې چې له کبله یې ''د خلکو د غوښتنو په اساس د اوس لپاره دا پرېکړه شوې ده. ''

ښاغلي مهاجر په همدې مرکه کې ځینې هغه رپوټونه بې بنسټه وبلل، چې ګواکې رستورانونو ته د کورنیو پر ورتګ هم بندیز لګول شوی. نوموړی وايي، د کورنیو غړي کولای شي، رستورانتونو ته لاړ شي او هلته ډوډۍ وخوري.

نوموړي د بي بي سي هغې پوښتنې په ځواب کې چې کله به بېرته دې کېفې ګانو ته د فعالیت اجازه ورکول کېږي وویل، ''هڅه کوو چې دوی هم د اصلاح لپاره متوجه شي، او څوک چې ورځي، هغوی هم متوجه شي او وروسته اقدام به له خلکو او نېټ کېفې څښتنانو سره په شریکه اخلو. ''