د روژې هرکلی؛ لندن کې د لومړي ځل لپاره زرګونه ځانګړي څراغونه لګول شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
په مرکزي لندن کې د لومړي ځل لپاره د روژې مبارکې میاشتې لپاره زرګونه څراغونه لګېدلي چې د دغې میاشتې هرکلی وکړي.
دا څراغونه د لندن په یوه بوخته مرکزي سیمه کې لګېدلي دي.
د روژې په خاطر رنګا رنګ ډيزاین شوې دا څراغونه د لندن ښاروال صادق خان لخوا په رسمي ډول روښانه شول.
ویل کېږي د لندن وېسټ اېنډ کوونټري په واټ کې ۳۰ زره څراغونه به د روژې میاشتې تر پایه روښانه وي.

د عکس سرچینه، Reuters
دا اوږد واټ چې د بي بي سي دفتر، پيکاډلي او لېسټر ډګر خوا لارې لري، په داسې څراغونو پوښل شوی چې ځای ځای پکې د 'روژه مبارک' یا 'رمضان مبارک، هیپي رمضان' پیغامونه لیکل شوې.
دا څراغونه د عایشې دېسایي لخوا ډېزاین شوي او وایې په لندن کې د کرېسمېس په مناسبت له بلېدونکو څراغونو یې انګیزه اخیستې.

د عکس سرچینه، PA Media
نوموړي وایي "زه له وړوکوالي له خپلې خور سره د کرېسمېس یا نوي عیسوي کال په مناسبت روښانه شویو څراغونو لیدو ته راتلم او بیا داسې وخت هم راغی چې زه له لندنه - منځني ختیځ ته د اوسېدو لپاره ولاړم، ما غوښتل د روژې د چمتوالي هغه خوند او جوش لندن ته هم راوړم-هغه ښار ته چې زه ورسره تړاو لرم."

د عکس سرچینه، PA Media
اغلې دیسایي دا پروژه درې کاله مخکې پیل کړې وه چې سږ کال بشپړه شوه.
هغه وایې "باور مې نه کاوه چې له دومره مثبت غبرګون او ستاینې سره مخ شم."

د عکس سرچینه، Reuters
د نوموړي په وینا روژه د مسلمانانو لپاره ډېره مهمه میاشت ده او "ما غوښتل د رژوې په اړه عامه پوهاوی ډېر کړم او د خلکو پام دې ته راواړوم چې دا میاشت زمونږ لپاره څومره له اهمیته ډکه ده."
د لندن د واټونو دغې ډيزاینرې روژه تر ټولو د خوښې میاشت هم بللې ده.
روژې ته د دې چمتوالي تر څنګ په پام کې ده چې د لندن په ځينو سیمو کې روژه تیانو ته دسترخوانونه وغوړول شي چې په ازاده فضا کې روژې ماتې کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
له دې ځایونو یو هم د لندن په شمال لویدیځ کې د وېمبلې فوټبال مشهور لوبغالی دی چې د روژه تیانو او د ځانګړي روژه ماتي کوربه به وي.
د لندن ښار او انګلنډ په نورو ځایونو کې جوماتونو وار له مخه سبا 'پنجشبه' د روژې اوله ورځ اعلان کړې او د تراویح لمانځه لپاره یې د ځانګړو پروګرامونو اعلانونه کړي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د روژې په مبارکه میاشت کې د بریتانیا په ډېرو جوماتونو کې د قران پاک ختمونه کېږي او مسلمانان په ګډه روژه ماتي کوي. په بریتانیا کې د افغانانو او پاکستانیانو په ګډون میلیونونه مسلمانان اوسېږي چې د ټولو وګړو نژدې اووه سلنه جوړوي.






















