د هغو بریتانوي سرتېرو پلټنه پیل شوې چې د بې وسلې افغانانو په وژنې تورن دي

د عکس سرچینه، PA Media
په لندن کې د هغو بریتانوي سرتېرو پلټنه پیل شوې چې د بې وسلې افغانانو د وژنې تورونه پرې پورې شوې دي.
د دې خپلواکې پلټنې امر د بريتانيا حکومت ورکړی، چې پام به په کې پر هغو چاپو ټول وي، چې افغانستان کې يوه لسيزه مخکې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ شوې وې.
د یادو ادعاوو په اړه دغه پلټنه نن چهارشنبه لندن کې پيل شوې، چې د هغو بريتانوي ځواکونو په اړه شته اسناد وپلټل شي چې افغانستان کې د پوځي عملياتو پر مهال لسګونه بې وسلې خلک وژلي وو.
تېر کال د بي بي سي يوه مستند فلم کې ويل شوي و، چې د بريتانيا ځانګړو ځواکونو يوه ټولي، څو مياشتو کې ۵۴ کسان د شک وړ حالاتو کې وژلي وو.
دا لومړۍ موندنې دي او تمه ده ۱۸ مياشتو کې خپرې شي.
قاضي "هډن کېو" چې د دې پلټنې مشري کوي، وايي، لګول شوي تورونه جدي دي:
"هغه تورونه چې دغه څېړنه باید پرې غور وکړي، خورا جدي دي خو زه ټینګار کوم چې په دې مرحله کې دا یوازې تورونه دي. لومړی دا چې په دغه موده کې د بریتانیا د وسلوال پوځ د غړیو له لورې بې شمېره ناقانونه وژنې شوې وې. دویمه دا چې دغه ناقانونه وژنې ځکه پټې ساتل شوې وې چې حقیقت روښانه نه شي. او دریمه دا چې په دې برخه کې د شاهي پوځي پولیسو له لورې اوږدمهاله تحقیقات کافي نه وو. دا ډېره مهمه ده، هغه کسان چې قانون یې مات کړی د تحقیقاتو لپاره اړوندو چارواکو ته راجع شي."
د نوموړي په وینا په افغانستان کې د بریتانوي ځانګړو ځواکونو لخوا د غیرقانوني وژنو د ادعاوو په اړه پلټنه "د پوځ او هېواد د وقار د بیا رغولو لپاره" مهمه ده.
په تېر ډسمبر میاشت کې د بي بي سي رپوټ په ډاګه کړه چې د ۲۰۱۲ زېږدیز کال کې بریتانوي پوځیانو په غلطه چاپه کې یو شمېر بې وسلې کسان وژلي وو.

په هغو عملیاتو کې بریتانوي ځانګړو ځواکونو یوه افغانه کورنۍ په نښه کړې وه، پلار او مور یې و وژل او د هغوی واړه زامن یې ټپیان کړل.
وروسته د بي بي سي یوې څېړنې په ډاګه کړه چې د ځانګړو ځواکونو قوماندان پوځيانو ته د دې پيښې په اړه مالومات نه دي ورکړي او تر اوسه یې هېڅ پلټنه هم نه ده شوې.
خو په افغانستان کې دغه زیانمنه کورنۍ لا هم د خپل ژوند بیا سمبالښت او رغېدو لپاره هلې ځلې کوي.
اسټرالیایي سرتېری
د تېرې دوشنبه پر ورځ، د افغانستان په تېره جګړه کې د بل ښکېل هېواد اسټرالیا لخوا هم د هغه پوځي د محاکمې رپوټ خپور شو چې له څېړنو وروسته په ډاګه شوې په افغانستان کې یې جنګي جرمونه کړي.
۴۱ کلن "الیور سکولز" لومړنی اسټرالیایی پوځي دی، چې د دغه هېواد د قانون له مخې په جنګي جرمونو تورن شوی دی.
نوموړی په خپل دې ترسره کړي جرم د ټول ژوند زندان له سزا سره مخ کېدای شي.

د عکس سرچینه، ABC NEWS
الیور سکولز د تیرې دوشنبې په ورځ په نیو سوټ وېلز ایالت کې ونیول شو او دا مهال توقیف کې دی.
دغه اسټرالیایي سرتېری په ۲۰۱۲ کال کې د افغانستان په سویلي ولایت اروزګان کې یو بزګر وژلی و.
استرالیایي رسنیو د هغې پېښې ویډیو هم خپره کړې وه چې دغه سرتېری یاد افغان وګړی په قصدي ډول په ډزو وژني.




















