تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
تر ۲۰ ډېرو هېوادو په ګډه پر طالبانو د هغو کړنو د درولو غږ کړی چې د ښځو د بشري حقونو مخه نیسي
اروپايي ټولنې او د امریکا، سعودي، برتانیا، او قطر په ګډون تر شلو ډېرو هېوادو په ګډه پر طالبانو د هغو کړنو د درولو غږ کړی، چې د ښځو او نجونو د بشري حقونو او بنسټیزو خپلواکیو مخه نیسي.
د ښځو او بشري حقونو په برخه کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړې استازې د دې ګډې ویناپاڼې هرکلی کړی او ټینګار یې کړی، چې د افغان مېرمنو د ملاتړ په تړاو به د نړیوالې ټولنې تر منځ د همغږۍ د ډېرولو هڅې روانې وساتي.
د اسټراليا، بلجيم، کاناډا، ډنمارك، فنلنډ، فرانسې، جرمني، ايټاليا، جاپان، سعودي عرب، ناروې، قطر، ترکیې، متحده عربي اماراتو او امریکا په ګډون د ۲۴ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او د اروبايي ټولنې استازي د افغانستان په اړه یو ګډ بیان خپور کړی.
په دې بیان کې چې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت خپور شوی، د ښځو او نجونو په اړه د طالبانو د حکومت د کړنو پایلې د افغان ټولنې لپاره ویجاړوونکې بلل شوې دي.
دوی ټولنه کې د ښځو او نجونو پر رول ټينګار کړی او هغه یې د اقتصادي او سیاسي تل پاتې پرمختګ، ثبات او سولې لپاره اړین بللی دی.
یادو هېوادونو ګډ بیان کې د افغان نجونو او ښځو د زدکړې او کار د حق ملاتړ کړی، بیان کې په نادولتي مؤسسو کې له کاره د افغان ښځو راګرځولو ته هم اشاره شوې او ټینګار شوی چې د دوی له ګډون پرته د مرستو عادلانه او پراخ وېش ممکن نه دی.
طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره پر ښځو او نجونو د بندیزونو لړ کې د ښوونځي له ثانوي دورې او پوهنتونو کې له زدکړې منع کړې او له څو محدودو ادارو پرته په نورو دولتي ادارو کې یې ترې د کار حق اخيستی.
طالبان وایي، دا بندیزونه دایمي نه دي او غواړي د ښځو او نجونو لباره مناسب چاپېریال رامنځته کړي. د طالبانو دا بندیزونه د ښځو او نجونو پر بشري حقونو تېری بلل شوی.
همدې بندیزونو ته په اشارې د یادو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو له طالبانو غوښتي چې د ټولو افغانانو درناوی وکړي او د خلکو او نړیوالې ټولنې پر وړاندې خپل مسؤولیتونه ادا کړي. په دې بیان کې د هغو ټولو بندیزونو لېرې کولو غوښتل شوي چې ښځې او نجونوې له بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو منع کوي.
دې هېوادونو افغانستان کې پر بشري ناورین اندېښنه ښوولې ، او په نادولتي بنسټونو کې د ښځو پر کار بندیز داسې یو ګام بلل شوی چې ۲۸ ميلیونه وګړو ته د مرستو رسولو بهیر له ځنډ سره مخامخ کوي.
د افغان ښځو او بشري حقونو برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د ددې ګډ بیان هرکلی کړی. هغې هوډ څرګند کړی چې د افغان ښځو د واقعي ملاتړ لپاره به د هېوادونو او بنسټونو ترمنځ د یووالي لپاره هڅو ته دوام ورکړي.
اغلې امیري له دې وړاندې د ښخو نړیوالې ورځې به مناسبت یوه جلا بیان کې ټينګار کړی چې امریکا طالبانو ته په ډاګه ویلي تر هغه چې ټول افغانان خپل بنسټیز حقونه تر لاسه نه کړي طالبان به د اړیکو عادي کولو برخه کې خپل هدف ته و نه رسیږي.