تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکایي جنرالان: د دوحې تړون پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو لامل شو
د امریکا په سنا مجلس کې د وسله والو ځواکونو کمیټې ته د معلوماتو د ورکړې په دویمه ورځ امریکايي جنرالانو وویل چې د طالبانو لاس ته د افغانستان د لویدلو ریښي د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا له پخواني حکومت سره د طالبانو د سولې تړون ته ورګرځي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون چې د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ کې لاسلیک شو له افغانستانه یې د امریکايي ځواکونو وتلو ته نیټه وټاکله.
د امریکا د مرکزي قومندانۍ مشر جنرال فرانک مېکنزي نوموړې کمیټې ته وویل د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون د افغانستان پر حکومت او پوځ ریښتنې زیان اړونکې اغیزه لرله.
د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن هم د دې نظر په تاییدولو سره ویل چې د دوحې تړون مرسته وکړه چې طالبان پیاوړي شي.
د امریکا اوسني ولسمشر جوبایډن په ټاکنو کې له بریالي کېدو وروسته د دوحې تړون عملي کړ خو له افغانستانه یې د امریکايي ځواکونو د ایستلو نیټه یې له مئ میاشتې د اګست پای پورې وغځوله.
د اګست پر ۳۱ وروستی امریکايي پوځي له افغانستانه ووت خو تر دې وخته پورې د کابل په ګډون د افغانستان ۳۳ ولایتونه د طالبانو لاسته لویدلي وو.
ولسمشر بایډن تل ټینګار کړی چې د دوحې تړون په میراث کې ورته پاتې و او که یې عملي کړی ن وای نو امریکا به طالبانو سره اوږدمهاله جګړه کې ښکېله شوې وای.
خو د افغانستان پرځول شوي حکومت په ګډون په امریکا کې دننه ګڼو سیاستوالو او نړیوالو مشرانو د دوحې تړون غندلی او وایي، دې هوکړې طالبان په لوی لاس ځواکمن او زړور کړل.
د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک مېلي د سه شنبې پر ورځ د امریکا سنا مجلس ته وویل، طالبانو د دوحې تړون کې ۷ کړې وې، خو پر امریکایي ځواکونو د برید نه کولو پرته یې نور هېڅ کومه ژمنه هم نه ده پوره کړې.
بلې خوا ته طالبان ټینګار کوي چې دوی د دوحې تړون ته ژمن او پر امریکا یې هم بیا بیا غږ کړی چې باید خلې ژمنې پوره کړي.