د ایران مذهبي‌ مشر احتجاجیان په "خیانت" تورن کړل او پر وړاندې يې د جدي چلند غوښتنه کړې

خامنه‌ای در قم

د عکس سرچینه، shahraranews.ir

د خپرېدو وخت

د ایران مذهبي‌ مشر ایت الله خامنه ای احتجاجيان په "خیانت" تورن کړل او له دولتي بنسټونو یې وغوښتل چې پر وړاندې یې خپلو "جدي" کړنو ته دوام ورکړي.

ښاغلي خامنه ای دا څرګندونې نن دوشنبه د جنورۍ په نهمه وینا کې کړې دي.

نوموړي په خپلو خبرو کې چې تر ډېره د تېرو څو میاشتې راهیسې پر حکومت ضد احتجاجونو ورټولې وې وویل، "هغوی نه غوښتل چې د ضعف ټکي له منځه يوسي بلکې د قوت ټکو د له منځلو وړلو په هڅه کې وو. هو، دا خیانت دی، له شک پرته خیانت دی او اړوند چارواکي هم د خیانت پر وړاندې جدي او عادلانه چلند کوي او باید یې هم وکړي."

د ایران مذهبي مشر داسې حال کې د احتجاجیانو پر وړاندې د "جدي" چلند خبره کوي چې څو ورځې وړاندې د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسېس په ګډون ګڼو نورو سیاسي او مذهبي مشرانو د احتجاج کوونکو د اعدامولو او پر وړاندې یې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.

نن هم اعلان شوی چې د ایران اصفهان ښار کې د دری نور احتجاج کوونکي هم په اعدام محکوم شوي.

ښاغلي خامنه ای د تېر په څېر یو ځل بیا دغه احتجاجونه پاروونکي او بلوا یاده کړې او د احتجاجیانو په اړه یې ویلي، "ځینې سړکونو ته راووځي،‌ چیغی او نارې وهي او ښکنځلې کوي، یو ځای کې ښيښې ماتوي او بل ځای بیا د کثافاتو پروت سطل ته اور ورته کوي او داسې نور."

نوموړي د خبرو پر مهال خواله رسنیو ته په اشارې وویل، چې وروستیو احتجاجونو کې د رسنیو او مجازي نړۍ "مهم تبلیغاتي‌ رول لوبولی" دی.

وروستیو کې د ایران حکومت ډېرې خواله رسنۍ بندې کړې او په دغه هېواد کې د انټرنټ چټکوالی هم پام وړ کم شوی دی.

ښکاري چې د ښاغلي خامنه ای دغه څرګندونې د احتجاج کوونکو د سختو ځپلو برخه کې د هغې پالیسۍ د دوام نښ‍ه ده چې دغه حکومت غوره کړې.

هارنا چې ایران کې د بشري حقونو د وضعیت د څارنې اداره ده رپوټ ورکړی چې، د احتجاج کوونکو د ځپلو په تر څ کې تر اوسه ۶۸ ماشومانو او تنکیو ځوانانو په ګډون لږ تر لږه ۴۸۱ کسان وژل شوي دي.

دغې ادارې همدا راز احتجاجونو کې د نیول شویو کسانو شمېر شاوخوا ۱۸ زره یاد کړی دی.

د نیول شویو کسانو د وضعیت د څارنې کمېټه بیا وايي، د هغو څېړنو له مخې چې د احتجاجونو له پیله تر نن ورځې یې کړي، لږ تر لږه ۱۶ نیول شوي کسان د بند پر مهال په بېلابېلو بڼو وژل شوي دي.