تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبانو نږدې اتلس زره سوالګر له کابل ښاره ټول کړي
د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د دفتر د معلوماتو له مخې دغه شل زره خیرات ټولوونکي یا سوالګر چې ډېره برخه یې ښځې او ماشومان دي، د کابل ښار له مختلفو سیمو راټول کړل شوي دي.
ددې ادارې په ټکو د سوالګرو د راټولونې کمېتې د روانې لیندۍ میاشتې تر ۲۸ نېټې په ټولیز ډول ۱۹ زره ۸۲۷ خیرات ټولوونکي د چاڼ په موخه راټول کړي چې ۱۱ زره ۲۸۵ یې ښځې او ۶ زره ۷۳۰ هغه هم ماشومان دي.
د طالبانو لخوا په دې موخه د ګومارل شوې کمېټې ارزونه ښيې چې د ښځو په مینځ کې یوازې ۴ زره ۷۳۰ سوالګرې مستحقې پېژندل شوې او پاتې یې هم 'حرفه ای سوالګرې' وې.
د ماشومانو له ډلې هم ۲ زره ۷۳۷ تنه مستحق پېژندل شوي او د دوي په مینځ کې ۶۲ هم بې سرپرسته ماشومان دي.
مالومه نه ده چې ددې اړو کسانو د ارزونې بهیر څنګه وو او د اړوندې کمېټې پيژندګلوي له حرفه يي سوالګرو څه ده.
په وینا پاڼه کې راغلي په دې ټولو کسانو کې یوازې یو زره ۸۱۲ تنه نارینه سوالګر راټول شوي چې د هغوی له مینځه هم ۶۸۴ تنه یې مستحق پېژندل شوي.
د دوي په وینا بې سرپرسته ماشومان هم د 'د کار او ټولنیزو چارو وزارت ښوونیزو مرکزونو' ته سپارل شوي دي.
که څه هم طالب واکمنو ویلي چې 'اړو/مستحقو سوالګرو' سره په دوامداره توګه نغدې مرستې کوي، خو دا هم مالومه نه ده چې د کومو شرایطو له مخې دوي مستحق بلل شوي دي.
په افغانستان کې له بدلون وروسته چې طالبان بیا واکمن شول، له دې هېواد سره ډېرې بهرنۍ مرستې بندې شوې، اقتصاد مخ پر ځوړ روان شو او ډېرې ښځې هم چې د کورونو سرپرستې ور له غاړې وه، په کور کېنول شوې دي.