تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بریتانیا دفاع وزارت وايي، په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د کړنو په هکله ازاده پلټنه کوي
- Author, مامون درانی
- دنده, بیبیسی
- د خپرېدو وخت
د بي بي سي یوې څېړنې چې پایلې یې د روان کال په جولای میاشت کې خپرې شوې وښووله چې د بریتانیا ځانګړو هوايي ځواکونو (اېس اې اېس) افغانستان کې په پرلپسې توګه د مشکوکو حالاتو پر مهال بندیان او بې وسلې کسان وژلي دي.
اوس د بریتانیا د دفاع مرستیال وزیر اندریو موریسن ویلي، د هغو ادعاوو او موندنو په اړه به په بې پرې توګه پلټنه کېږي او راپورته شویو اندېښنو ته به ځواب موندل کېږي.
ښاغلي موریسن ویلي پلټونکي به قانوني واک لري چې شاهدان اړ کړي چي ددې ادعاوو په اړه شواهد او لاسوندونه وړاندې کړي.
ښاغلي موریسن دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه د خپل هېواد په پارلمان کې وکړې چې بي بي سي د ۲۰۱۲ کال د یوه برید د څېړني په اړه یو تعقیبي راپور خپور کړ چې ښيي د بریتانیا ځانګړو ځواکونو د یوې ښځې او دوو کوچنیانو په ګډون څلور کسان وژلي وو.
ښاغلي موریسن ویلي چې دا تحقیق به "د بریتانیا د وسله والو ځواکونو لخوا د ناقانونو کړنو او وژنو د ادعاو په اړه پلټنه او راپور ورکړي. ''
هغه وویل چې تحقیقات به د ځانګړو ځواکونو په قصدې توګه د نیولو پر عملیاتو باندي راڅرخي چې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کال نیمایي ترمنځ یې د مشکوکو حالاتو پر مهال بې وسلې سړي او زندانیان وژلي دي.
د یوې خپلواکې قانوني پلټنې اعلان د حکومت د بیا کتني د وړاندیز برعکس ګام دی چې د روان کال په پیل کې یې کړی و.
د بریتانیا د دفاع مرستیال وزیر ویلي تحقیقات به د لارډ جسټس هاډین کاوف لخوا کېږي او هغه ته به دې برخه کې نور واکونه هم ورکړل شي.
بي بي سي ته د پلټنو پر مهال مالومه شوې وه چې د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو مخکیني مشر جنرال سر مارک کارلټون سمېت ته که څه هم د دا ډول غیرقانوني وژنو په اړه رپوټ ورکړل شوی و، خو هغه شاهي نظامي پولیسو ته چې د ځانګړو ځواکونو د وژنو په اړه یې پلټنې پیل کړې وې، د شواهدو له سپارلو ډډه کړې.
د بریتانیا د قوانینو له مخې، که د پوځ کوم افسر له داسې پېښو خبر شي چې د جنګي جنایت شک پرې کېږي او په اړه یې نظامي پولیسو ته راپور ور نه کړي، نو دا پخپله جنګي جنایت ګڼل کېدای شي.
د بي بي سي پانوراما خپرونې د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو د پوځي عملیاتو په تړاو سلګونه پاڼې څېړلي دي.
په دوی کې په دوه زره لسم او یوولسم کال کې هلمند کې د دغو ځواکونو لخوا د " وژلو یا نیولو" تر لسو د ډېرو چاپو اړوند رپوټونه هم شامل دي.
د پنجشنبې پر ورځ د بریتانیا د دفاع وزارت د پلټنو اړوند اعلان په ځواب کې د سیف الله او نورزي کورنیو استازو د پراخو قانوني څېړنو هرکلی کړی.
د سیف الله د کورنۍ یوه غړي ویلي: ''ما هیڅکله فکر نه کاوه چې داسې به وشي. زه ډېر خوښ یم چې داسې خلک شته چې زما د کورنۍ او افغانانو ژوند له لاسه ورکولو پېښو ته ارزښت ورکوي او په کافي اندازه یې څېړنه کېږي."
د نورزی کورنۍ یوه غړي دغه اعلان ته په غبرګون کې ویلي: "زما کورنۍ لس کاله دغې پرېکړي او پایلو ته په تمه وه چې ولې له دوی سره داسی وشول، اوس موږ خوښ یو چي له کلونو وروسته داسې پرېکړه کېږي او بلاخره داسې یو څوک پیدا کېږي چې په اړه یې پلټنه کوي."
د دفاع وزیر بین والیس ویلي چې ددې ادعاو په اړه وار له مخه څو هر اړخیزي پلټنې شوې دي.
هغه ویلي: ''که د زده کړې لپاره څه وي دا ښه خبره ده چې موږ هغه په بشپړ ډول په پام کې ونیسو، ترڅو ډاډ ترلاسه شې چې ټول تورونه په عادلانه او مساوي توګه څېړل شوي او باوري شو چې زموږ ځواکونو په بیا بیا له نا اړینو پلټنو سره نه مخ کېږي. ''
د کارګر ګوند د دفاع پخواني وزیر جان هیلي ددغه ځانګړو پلټنو هر کلی کړی او ویلي یې دي: "دا اړینه ده چې د بریتانوي ځانګړو ځواکونو وقار او اعتبار خوندي شې، د پوځي تحقیقاتو بشپړتیا یقیني او د هغو لپاره چې اغېزمن شوي عدالت تامین شې. ''