تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د طالبانو مشر د پنجشېر له مخورو د "یو والي" غوښتنه کړې
- Author, مامون درانی
- دنده, بیبیسی
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۲ دقیقې
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د پنجشېر ولایت له چارواکو او مخورو سره کتلي او له هغوی یې د "یو والي" غوښتنه کړې. پنجشېر د افغانستان هغه ولایت دی، چې کله ناکله د نارامیو او نښتو خبرونه ترې خپرېږي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د تېر په څېر پرته له دې چې ددغه ډول لېدنو انځورونه او ویډیويي کلیپونه خپاره کړي، د دغې لېدني خبر پر خپله ټويټر پاڼه خپور کړی.
د طالبانو د یوې اعلامېي له مخې په دغه لیدنه کې د پنجشېر د لسګونو دیني عالمانو، مخورو او چارواکو په ګډون د پنجشېر لپاره د طالبانو د والي محمد محسن تر څنګ د پنجشېر او اندراب نظامي مسوول ملاعبدالقیوم ذاکر هم حضور درلود چي یو شمېر رسنیو یې څه موده وړاندې د وژل کېدو خبرونه خپاره کړي وو.
طالبان وايي، مشر یې ملا هبت الله اخندزاده د پنجشېر ولایت د مخورو او دیني عالمانو مننه کړې، چي په وینا یې د یاد ولایت په سپارلو کې یې مرسته کړې ده.
د طالبانو د حکومت په اعلامیه کې راغلي چې ښاغلي اخندزاده د "اوسني وضعیت، ستونزو او وړاندیزونو" په اړه د پنجشېر د مشرانو او عالمانو خبرې اورېدلې دي او د هوارولو ډاډ یې ورکړی دی.
د طالبانو مشر په دغه ليدنه کې پر یووالي ټینګار کړی او د طالب چارواکو په خبره ویلي یې دي چې د افغانستان ولس او امارت دواړه سره یو دي، باید تعصب او بېلوالي له منځه یووړل شي او او ولسونه په یوه او بل نوم و نه وېشل شي.
هبت الله اخندزاده د غونډې له ګډونوالو څخه د "هر ډول همکارۍ" غوښتنه کړې او ورته ویلي یې دي چي د ځان لپاره نه بلکې د "اسلام او ملت" لپاره ترې دغه خدمت او کار غواړي.
له څه باندې یوه کال وروسته په شمالي ولایتونو او په ځانګړې توګه پنجشېر کې لا هم د طالبانو پر وړاندې وسله واله مبارزه روانه ده.
پر طالبانو تور دی چي په تېرو څو میاشتو کې یې په دغه دوو سیمو کې د مقاومت جبهې سره د همکارۍ او لاس لرلو په تور یو شمېر ولسي وګړي وژلي دي.
پر طالبانو دا تور هم دی چې په پنجشېر کې یې د مقاومت جبهې یو شمېر جنګي اسیران وژلي دي، چي په هغو کسانو کې د یادي جبهې یو قوماندان یار محمد له خپلو دوو زامنو او پنځو نورو ملګرو سره شامل بلل کېږي.
نړیوالو بنسټونو څو ځله طالبان په پنجشېر کې د ولسي وګړو په نیولو او "صحرايي" محاکمه کولو تورن کړي دي، خو طالبانو ویلي ټول کسان ددوي د ځواکونو سره په مخامخ جګړو کې وژل شوي دي او د ولسي وګړو د وژني راپورونه ردوي.