د امام علي رحمان او شهباز شریف په لیدنه کې 'د افغانستان پر موضوع خبرې شوې'

- Author, نور سعید
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د پاکستان له لومړي وزیر محمد شهباز شریف سره په افغانستان، سوداګرۍ او نورو اړوند موضوعاتو خبرې کړې دي.
ښاغلی رحمان په دوه ورځني سفر نن چهارشنبه اسلام اباد ته ورسېد. له پاکستاني لومړي وزیر شهباز شریف سره له لیدنې وروسته ښاغلي رحمان یوې ګډې خبرې غونډې ته وینا کې وویل، هېواد یې په افغانستان کې د ثبات غوښتونکی دی او په دې لړ کې له پاکستان سره په ګډه کار کوي.
نوموړي وویل: ''موږ تر ټولو ډېر په ځورېدلي افغانستان کې د سولې او ټیکاو له راتګ او هلته له ملي رضایت سره لېوالتیا لرو او په دې برخه کې په افغانستان کې د ټولګډوني حکومت په رامنځته کېدو ټینګار وشو، چې هلته سیاسي او قومي لوري پکې په پراخه کچه ګډون وکړي. په نړیواله او سیمه ییزه کچه مو هم د رغنده هلو ځلو ملاتړ وکړ. ''
په اسلام اباد کې د بي بي سي خبریال خدای نور ناصر په خپل رپوټ کې وايي، د ښاغلي رحمان او شهباز شریف له دې خبرې غونډې مخکې د دواړو هېوادونو تر منځ په ځینو برخو کې یو شمېر هوکړې هم لاسلیک شوې دي.
د بي بي سي خبریال زیاتوي ښاغلي شریف په دې ګډه خبرې غونډه کې لنډې خبرې وکړې، د افغانستان موضوع یې هېڅ یادونه و نه کړه، خو په وینا یې دوی له تاجکستان سره په هره برخه کې ښه اړیکي غواړي او دی به خوښ وي، چې تاجکستان د سوداګرۍ لپاره د پاکستان کراچۍ او ګوادر بندرونه وکاروي.
له دې مخکې د تاجکستان ولسمشر ویاند عبدالفتاح شریفزاده ویلي، پاکستان ته به د ښاغلي رحمان د سفر په ترڅ کې د اقتصادي، ټولنیزو او انرژۍ برخه کې پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وشي.
د یادونې ده، چې له ۱۹۹۴ کال راهیسې د تاجکستان ولسمشر نهه ځله پاکستان ته سفر کړی او تېر کال پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو دوې نیمې میاشتې مخکې هم امام علي رحمان پاکستان ته تللی و.















