امام علي رحمان: له افغانستان سره پر پوله سلګونه امنیتي تاسیساتو ته اړتیا لرو

امام علي رحمان وايي، له افغانستان سره پر پوله سلګونو امنیتي تاسیساتو ته اړتیا ده.
د عکس تشریح، امام علي رحمان وايي، له افغانستان سره پر پوله سلګونو امنیتي تاسیساتو ته اړتیا ده.
د خپرېدو وخت

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان وايي، د امنیتي ګواښونو له کبله له افغانستان سره د خپل هېواد پر پوله نور امنیتي تاسیسات هم جوړوي.

ښاغلي رحمان د خپل هېواد پلازمېنه دوشنبه کې یوې نړیوالې غونډې ته وینا کې وویل، له افغانستان سره د تاجکستان پولې اوږدو کې تېرو دوو کلونو کې ۱۷۵ سرحدي تاسیسات چمتو شوي او د ۳۰ نورو ورته تاسیساتو ودانیزې چارې روانې دي.

تاجکستان له افغانستان سره ۱۴۰۰ کیلومتره اوږده پوله لري. ښاغلی رحمان زیاتوي له افغانستان سره به یې د هېواد پولې اوږدو کې ۳۰۰ سرحدي تاسیسات جوړ کړل شي.

په دوشنبې کې د بي بي سي خبریال سهراب ضیا وايي، په دې غونډه کې چې د ۶۰ هېوادونو او نړیوال سازمانونو استازو برخه اخیستې وه، له افغانستانه مرکزي اسیا ته د وسله والو احتمالي ننوتو خطر موضوع ارزونه وشوه.

د طالبانو استازو ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې. د غونډې ګډونوالو په خبره په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته سیمه له نویو خطرونو او ننګونو سره مخامخ شوې ده.

په تېرو څلورو کلونو کې دا دریېم ځل دی، چې تاجکستان د دې ډول غونډې کوربتوب کوي، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې د ملګرو ملتونو استازو هم پکې برخه درلوده.

په یاده غونډه کې د شانګهای همکاریو سازمان او روسیې استازو هم ګډون درلود. په غونډه کې د داسې ۱۱ ''سخت دریځو او وېره اچوونکو '' ډلو یادونه وشوه، چې په افغانستان کې فعالیت کوي او په وینا یې شمېر یې ۱۴ زره کسانو ته رسېږي.

ښاغلي رحمان له دې مخکې هم ویلي و، چې د احتمالي خطرونو مخنیوي په پار د تاجکستان او افغانستان د پولو اوږدو کې یوه ''امنیتي کمربند '' چمتو کولو ته اړتیا ده.

افغانستان د مرکزي اسیا له دریو هېوادونو ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان سره ګډه پوله لري.