عباس ستانکزی: دولتي ګومارنو کې له 'انډیوالۍ لاس واخلئ'

د عکس سرچینه، Taliban
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو مرستیال وزیر شیر محمد عباس ستانکزی وايي، د طالبانو په حکومت کې دې د ګومارنو پرمهال "انډیوال بازۍ" پای ته ورسېږي.
ښاغلی ستانکزی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د طالبانو پر حکومت نېوکې ډېرې شوي، چې پر ځینو مهمو تخنیکي څوکیو یې وړ کسان نه دي ګومارلي.
عباس ستانکزي پر پنجشنبه د کابل د نوي والي د پېژندنې په مراسمو کې وویل: " له خود پرستیو، له خود غرضیو، انډیوال بازیو او ملګرتیاوو باید لاس واخلو. د افغانستان هر فرد زما ملګری دی. داسې نه شي کېدای چې ووایو زما ملګری دې دلته مقرر شي، او هغه چې زما ملګری نه دی، دلته به نه وي."
د تېر کال له اګست راهیسې چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، آن د خورا ډېرو تخنیکي ادارو په ګډون نژدې د ټولو مهمو دولتي بنسټونو لوړ پوړي کسان بدل شوي دي، آن تر دې چې د ځینو دولتي پوهنتونونو مشران داسې کسان ټاکل شوي چې د جوماتونو امامان وو.
د افغانستان لوړو زدکړو د ملکي قانون د شلمې مادې له مخې، یوازې هغه کسان د پوهنتون مشر ګومارل کېدای شي چې لږ تر لږه څو علمي رتبې ولري.
ځینو سرچینو بي بي سي پښتو ته ویلي چې د طالبانو په حکومت کې دننه هم ځینې چارواکي پر دې خوښ نه دي چې پر تخنیکي څوکیو دې داسې کسان وګومارل شي چې تجربه یې و نه لري.
خو تر دې مهال یوازینی مهم طالب چارواکی چې پر دغه ډول ګومارنو په ښکاره نېوکې کوي، عباس ستانکزی دی.
"د علم دروازې پرانیزۍ"

نوموړي یو ځل بیا له شپږم پورته د نجونو ښوونځیو پر پرانیستو ټینګار کړی او د ده په ټکو "د علم دروازې دې د خلکو په مخ پرانیستل شي."
ښاغلي ستانکزي څو اوونۍ وړاندې هم د خپل رهبر هغه پرېکړه ننګولې وه چې له نژدې ۴۵۰ ورځو راهیسې یې له مخې د متوسطه ښونځیو نجونې زدکونکې له ښوونځیو را ګرځول شوې دي.
ښاغلي ستانکزي چې له امریکایانو سره دوحه کې د خبرو پرمهال د طالب پلاوي مهم غړی هم و، ویلي وو: "د نجونو ښوونځیو تړلو ته هیڅ شرعي دلیل نشته."
د طالبانو په حکومت کې روښانه نه ده چې د کوم قانون له مخې او د کومو شرایطو په پام کې نېولو سره پر لوړو دولتي څوکیو خلک ګومارل کېږي.
خو تر اوسه چې څومره ګومارنې شوې، له لویه سره د یوه فکر خلک بلل کېږي او آن یوه ښځه هم د طالبانو په حکومت کې پر لوړه دولتي څوکۍ نه ده ګومارل شوې.



















