طالبان وايي، د کابل داسې ځایونو کې امنیتي کمرې نه لګوي چې 'شخصي حریم' بلل کېږي

کابل
د عکس تشریح، طالبان وايي، د امنیتي کمرو لګولو هدف د امنیت ټینګښت دی. ارشیف تصویر
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د کابل امنیه قوماندانۍ ویلي امنیتي کمرې په هغو ځایونو کې نه لګول کېږي، چې 'شخصي حریم ' بلل کېږي. د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وروسته له هغه دغه سپیناوی وکړ، چې په کابل کې پرکورونو، ودانیو او خونو دکمرو د لګولو په اړه د هغه پرڅرګندونو پراخې نیوکې وشوې.

هغه له دولتي تلویزیون سره مرکه کې ویلي وو تېرو څو اونیو کې یوازې د کابل په پنځلسمه حوزه کې څه باندې دوه زره امنیتي کمرې لګول شوې دي. ده ویلي د کابل نورو سیمو کې به هم خلک وهڅول شي، چې امنیتي کمرې نصب کړي.

د کابل دشت برچې سیمه پر لوړپوړیزو ودانیو، سړک غاړې کورونو او پارکونو کې له هغه وروسته د امنیتي کمرو ځای پر ځای کول پیل شول چې داعش ډلې هلته څو خونړي بریدونه وکړل.

که څه هم د سیمې ځینو اوسېدونکو په دې هکله بي بي سي ته په دې هکله څرګندونې کړې وې، خو طالب چارواکو ظاهراً په دې هکله څه نه وو ویلي. اوس د کابل امنیه قومندانۍ ویاند وايي، په یوه کمپاین کې خلک هڅول کېږي چې پر کورونو، خونو او پارکونو کې امنیتي کمرې نصب کړي.

نوموړی وايي: ''موږ د حوزو په کچه د ګذر وکیلانو او جوماتونو د ملا امامانو په مرسته یو کمپاین پیل کړی، چې هېوادوال او ښاریان په خپلو کورونو ، لویو اپارتمانونو او پارکونو کې کمرې نصب کړي، چې زموږ او دوی تر منځ یوه همکاري هم ورته ویلای شو. ''

د خواله رسنیو ګڼ شمېر کاروونکو بیا د ښاغلي ځدراڼ پر دې څرګندونو سختې نیوکې وکړې او دا یې د خلکو خصوصي حریم څارنې په مانا وبلل.

له دې نیوکو وروسته ښاغلي ځدراڼ په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، کوم ځایونه چې شخصي حریم بلل کېږي، هلته د کمرو نصبول مطرح نه دي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

که څه هم طالبان وايي، د امنیتي کمرو لګول د خپلې خوښې کار دی، خو د کابل لوېدیځ ځینو اوسېدونکو بي بي سي ته ویلي، طالب چارواکو دې لړ کې له هر کوره له زرو زیاتې افغانۍ غوښتې دي.

دوی وايي، ورته ویل شوي چې دا پیسې پر کورونو، دکانونو او د سیمې پر څلور لارو د امنیتي کمرو پر نصبولو لګول کېږي. دغه ځايي اوسېدونکي وايي، دوی د پیسې ورکولو توان نه لري.

بل لور طالبان وايي، د امنیتي کمرو لګولو هدف د امنیت خوندیتوب دی، خو نیوکه کوونکي وايي، د کمرو نصبول که په خپله خوښه وي او که په زور دا کار د امنیت په تامین کې د طالبانو د پاتې راتلو په مانا دی.